په کندوز کې د پوليو یوه نوې پیښه ثبت شوې

آرشیف

د کندوز ولايت امام صاحب په ولسوالۍ کې د پولیو یوه تازه پیښه ثبت شوې چې دې سره په هیواد کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر څلورو ته ورسید.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤولین وایې چې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یو دوه کلن ماشوم په ګوزڼ اخته شوی.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤول، نیک ولي شاه مهمند امریکا غږ وویل: " دغه پیښه د نومبر میاشتې په ۱۱ نیټه راپور ورکړل شوې او د همدې میاشتې په ۲۰ نیټه تایید شوې ده."

ښاغلي مهمند زیاته کړه، دا یو دوه کلن ماشوم دی چې د خپل عمر په موده کې ېې یواځې یو ځل د پولیو ضد واکسین اخیستی.

د نوموړي په وینا، دغه پیښه نه یواځې د افغانسان لپاره بلکې د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ بلل کیدی شي، ځکه دا په ډاګه کوي چې په سیمه کې د پولیو ویروس خوځښت شتون لري او که ېې مخه ونه نیول شي کیدای شې نورو سیمو ته هم خپور شي.

له دې سره جوخت د خلکو اندیښنه هم زیاته شوې. ډیری خلک د ماشومانو د ګوزڼ د پیښو د زیاتوالي تر ټولو لوی لامل د کورنیو بې پروایي بولي او په کورنیو غږ کوي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته دې جدي پاملرنه وکړي.

میوند، د کابل ښار اوسیدونکی په دې هکله وایي: " ما خپلو ماشومانو ته په هر کمپاین کې د پولیو ضد واکسین کری، ځکه ګوزڼ یوه ناعلاجه ناروغي ده."

د نوموري په وینا، دا د هرې کورنۍ مسؤولیت دی چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د یادونې وړه ده چې په تیر کمپاین کې هم ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي او د پولیو د نویو پیښو رامنځته کیدل په سیمه کې د نورو ماشومانو د روغتیا لپاره ګواښ دی.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف اداری د پولیو د همغږي مسؤول، کمال شاه سید وایي، ډیره اړینه ده چې په روان او راتلونکو کمپاینونو کې میندې او پلرونه خپل ټول ماشومان واکسین کړي، ترڅو ېې د بدن معافیت لوړ شي او له دا ډول ناروغیو سره مخ نه شي.

د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې، په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پیښې ثبت شوي. لومړۍ پیښه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې او درې نورې پیښې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې ثبت شوي.

روغتیا پالان وایي، پولیو قطعی درملنه نلری خو د ګوزڼ ضد واکسین دوه څاڅکي کولای شي ماشومان له تل پاتې معلولیت څخه وژغوري.