د خوست په لویو لارو کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکول کیږي

عکس: له آرشیف څخه

د خوست روغتیایي مسؤولین وایي چې له نورو ولایتونو څخه خوست ته د ورتلونکو کورنیو ماشومانو ته په منظم ډول د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي.

د دې ولایت روغتیایي چارواکي وایي د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي د هڅو په دوام یې د لویو لارو لپاره ټیمونه ځانګړي کړي او هره ورځ لسګونه داسې ماشومان واکسینوي چې له ګاونډیو ولایتونو څخه خوست ته راکډه کیږي.

د خوست ولایت د عامې روغتیا رئيس ډاکټر حبیب شاه انصاري، امریکا غږ ته وویل: " کله چی له بل ولایت څخه خوست ته کورنۍ دننه کیږي، زموږ د روغتیایي ټیمونو له خوا د هغوی ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکول کیږي."

د ډاکټر انصاري په وینا، دا کار د دوی د روغتیا د نړیوال سازمان د څانګې د کارکوونکو په ملتیا چې په لویو لارو کي ولاړ وي ترسره کیږي، ترڅو هیڅ ماشوم پرته له واکسین څخه خوست ته دننه نشي.

ډاکټر انصاري زیاته کړه: "... د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې له خلکو سره ګډ کار وکړي، ترڅو په هیواد کې د ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي."

بل لوري ته د باروړونکو موټرو یو شمېر چلوونکي چې له یو ولایت څخه بل ولایت ته کډې لېږدوي وایي چې دوی په منظم ډول په لویو لارو کې ولاړو رضاکارانو ته درېږي ترڅو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.

یو تن موټر چلوونکي احسان الله په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "زه چې له هر ولایت څخه خوست ته او یا له خوست څخه بل ولایت ته کډه لېږدوم په لارو کې خپل موټر رضاکارانو ته دروم ترڅو ماشومان له واکسین څخه پاتې نشي."

د روغتیا پالانو په وینا د لویو لارو په اوږدو کې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق تګلاره ځکه بریالۍ ده چې په دې توګه د هغو لرې پرتو سیمو ماشومانو ته هم واکسین رسول کیږي چې پخوا به د واکسیناسیون ټیمونو ته د نه لاسرسي له کبله له واکسین څخه پاتې کیدل.