خوست کې زیات شمیر هغو کورنیو ته هم پولیو واکسین رسیدلی چې پخوا یې ترې ډډه کوله

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د خوست روغتیایي چارواکي وایي، په تېر کمپاین کې ېې د دې ولایت ۴۱ سلنه هغو کورنیو ته هم د پولیو ضد واکسین رسول شوی چې پخوا یې له واکسین کولو ډډه کوله.

د خوست روغتیایي مسؤولین خبر ورکوي چې په تېر کمپاین کې ېې یو شمیر هغو کورنیو ته هم قناعت ورکړی چې پخوا یې د واکسین کولو ډډه کوله او پدې توګه یې له ټاکلي هدف څخه شا او خوا پنځه زره زیاتو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین رسولی، چې په دې سره به د ګوزڼ ناروغۍ د ګواښونو کچه نوره هم ټیټه شي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر ګل محمدالدین په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "زموږ هدف ۳۳۴۰۰۰ تنه ماشومان ؤ، خو د ښه امنیت او د پوهاوي د کچې د لوړوالي له امله موږ په دې بریالي شوو چې ۳۳۸۷۷۰ تنه ماشومان واکسین کړو."

بل لوري ته، یو شمېر خلک چې په کلیو کې د پولیو واکسین په اړه د ناسمو مفکورو ښکار شوي، اوس په دې پوهول شوي چې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین اړین دی.

د خوست اوسیدونکی عید ولي په دې هکله وایي: "پخوا د دوی په کورنۍ کې هم د پولیو په اړه د ناسم پوهاوي له امله ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل، خو اوس د کورنۍ د غړو پخوانی ذهنیت بدل شوی او ټول خپل ماشومان واکسینوي."

د دغه ولایت بل اوسیدونکی بیا وایي چې د قومي مشرانو او د پولیو د رضاکارانو د عامه پوهاوي په مرسته د دوی د کورنۍ غړي د پولیو د واکسین په ارزښت پوه شوي او هوډ لري چې خپلو ماشومانو ته هر ځل واکسین وکړي.

د چاوراکو د معلوماتو پر بنسټ، کله چې په کندوز کې د پولیو تازه مثبتې پېښې تائید شوې، دوی خپلې هڅې ګړندۍ کړي، او له خلکو غواړي چې د معلولیت له رنځ څخه د کمکیو ماشومانو په ژغورلو کې له دوی سره هراړخیزه همکاري وکړي.

که څه هم د پولیو ویروس د شتون په تړاو د افغانستان د نورو سیمو یادونه هم کیږي، خو د دغه ویروس شتون د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته زیات محسوس دی.