د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د پولیو واکسین ځانګړی کمپاین پیل شو

A girl receives polio vaccine in March 2022 polio campaign.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې یې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر وړاندې د پنځه کلنو ښکته عمر ۱.۷ میلیونو ماشومانو ته د پولیو د واکسین ځانګړی کمپاین د دوشنبې په ورځ پیل کړی دی.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخیل د دوشنبې په ورځ جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۶) رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، دا څلور ورځینی کمپاین به د کندهار، هلمند، ارزګان، زابل او د نیمروز په ولایتونو کې ترسره شي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ددې دمخه د جولای په اتمه په څلورو ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر وړاندې هم د پنځه کلنو د ښکته عمر ماشومانو ته واکسین تطبیق کړی و.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په ختیځ کې دا څلور ولایتونه د پولیو د ویروس د خپریدو د خطر سره مخ دي.

ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل امریکا غږ ته وویل، چې په ختیځو ولایتونو کې په تیر ځانګړي کمپاین کې ۱.۲ میلیونو ماشومانوته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړل شوي وو.

ښاغلي امرخیل ویلي، چې په جنوبي ولایتونو کې د پولیو دا نوی ځانګړی کمپاین د عامې روغتیا وزارت سره د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف پیل شوی دی.

سږکال تراوسه په افغانستان کې د پولیو پنځه مثبتې پیښې ثبت شوي دي. د پولیو ټولې دغه پیښې د ننګرهار ولایت په دورباب،بټي کوټ،نازیان او بهسودو په ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

د پولیو د پیښو د دغو پنځه پیښو د قربانیانو له ډلې یو نجلې په دغه ناروغې د اخته کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې له افغانستان څخه په بشپړ ډول د پولیو د ویروس له منځه وړلو لپاره پوړه ژمن دی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هیوادونه دي، چې د پولیو ناروغي لا هم په دغو هیوادونو کې د ماشومانو ژوند ګواښوي.

ډاکټران وايي، چې پولیو هیڅ علاج نلري او ددغې ناروغۍ څخه د ژغورولو یوازینې لار یې ماشومانو ته په پرله پسې ډول د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د واکسین تطبقول دي.