ځواکمنو اروپایي هیوادونو د ونزویلا جمهور رئیس ته خبرداری ورکړ

د ونزویلا سیاسي کړکیچ

بریتانیا خبرداری ورکړی چې که په ونزویلا کې د راتلونکې یوې اونۍ په ترڅ کې نوي انتخابات ونشي ددې هیواد د مخالفینو مشر خوان گوایدو، به د موقت جمهور رئیس په توگه په رسمیت وپیژني.

د اروپایي اتحادیې یو شمیر نورو هیوادونو جرمني، فرانسې او اسپانیا هم د ونزویلا دولت ته ورته خبرداری ورکړی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جریمي هنت، په خپل ټویټر لیکلي چې "خوان گوایدو د ونزویلا د چارو د پرمخ بیولو پلاره مناسب شخص دی."

هغه زیاته کړې چې "که په راتلونکو اتو ورځو کې نوي او منصفانه انتخابات ونشي بریتانیا به هغه د موقت جمهور رئیس په توگه په رسمیت وپیژني چې سیاسي بهیر د دموکراسۍ په لور رهبري کړي."

امریکا هم ویلي دي چې په ونزیویلا کې د "دموکراسۍ د بیرته احیا کیدو" لپاره به د خپل ټول دیپلوانتیک او اقتصادي تاقت نه کار واخلي.

په ونزویلا کې سیاسي جنجالونه اوج ته رسیدلي او د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د وینزویلا د جمهور رئیس د مخالفینو د مشر خوان گوایدو، ملاتړ کړی دی.

د ونزیویلا چپ اړخه جمهور رئیس نیکولاس مادورو، د امریکا د جمهور رئیس ددغه تصمیم په غبرگون کې اعلان وکړ چې په واشنگټن کې د خپل هیواد سفارت تړي او له امریکایي دیپلوماتانو غوښتي چې له ونزیویلا نه ووځي.

خو روسیې خبرداری ورکړی چې د ونزیویلا د مخالفینو له مشر نه د بهرنیو هیوادونو ملاتړ کیدای شي پدې هیواد کې د خونړۍ جگړې د رامنځ ته کیدو سبب شي.

تیره ورځ د ملگرو ملتونو د بشري حقونو مشر ویلي وو چې د ونزویلا د تاوتریخوالي په هکله د حقیقت موندنې په موخه لازم دي چې یوه خپلواکه تحقیقاتي ډله لاس په کار شي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د مرگ ژوبلې د شمیرو ترڅنگ د رپوټونو په بنسټ اعلان کړی چې "څه دپاسه ٣٥٠" مظاهره کوونکي نیول شوي او بندیان شوي دي.