د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه په وینزویلا کې د تاوتریخوالي "خپلواکه پلټنه" غواړي


ملگرو ملتونو د ونزویلا د تاوتریخوالي په هکله د بې پرې پلټنې غږ کړی دی. پدې تازه تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ٢٠ کسان وژل شوي دي.

دغه تاوتریخوالی د سه شنبې او چارشنبې د ورځو په مظاهرو کې شوی او رپوټ ورکړل شو چې د ونزیویلا امنیتي ځواکونو د مظاهره کوونکو د خورولو لپاره د زور نه کار اخیستی.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو مشر ویلي چې ددغه تاوتریخوالي په هکله د حقیقت موندنې په موخه لازم دي چې یوه خپلواکه تحقیقاتي ډله لاس په کار شي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د مرگ ژوبلې د شمیرو ترڅنگ د رپوټونو په بنسټ اعلان کړی چې "څه دپاسه ٣٥٠" مظاهره کوونکي نیول شوي او بندیان شوي دي.

په ونزیویلا کې پدې تیرو څو ورځو کې سیاسي جنجالونه اوج ته رسیدلي دي. د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د وینزویلا د جمهور رئیس د مخالفینو د مشر خوان گوایدو، ملاتړ کړی دی. ښاغلي گوایدو ځان د ونزیویلا موقت جمهور رئیس اعلان کړی دی.

د ونزیویلا چپ اړخه جمهور رئیس نیکولاس مادورو، د امریکا د جمهور رئیس ددغه تصمیم په غبرگون کې اعلان وکړ چې په واشنگټن کې د خپل هیواد سفارت تړي او له امریکایي دیپلوماتانو غوښتي چې له ونزیویلا نه ووځي.

امریکا ویلي دي چې په ونزیویلا کې د "دموکراسۍ د بیرته احیا کیدو" لپاره به د خپل ټول دیپلوانتیک او اقتصادي تاقت نه کار واخلي. فرانسې، کاناډا او بریتانیې هم تر اوسه د ونزیویلا د اعتراض کوونکو څخه ملاتړ اعلان کړیدی.

خو روسیې خبرداری ورکړی چې د ونزیویلا د مخالفینو له مشر نه د بهرنیو هیوادونو ملاتړ کیدای شي پدې هیواد کې د خونړۍ جگړې د رامنځ ته کیدو سبب شي.

XS
SM
MD
LG