امریکایان د حکومت د بندېدو مسول څوک ګڼي؟

په‌داسې حال کې چې د امریکا د فیډرالي حکومت د ځینو برخو د تړل کېدو دویمه میاشت پیل شوې ده، دواړه ګوندونه په مهمو ټکو لا هم اختلاف لري.

په امریکا کې د نظر پوښتنو په اساس، زیاتره امریکایان د حکومت د بندېدو پړه په ولسمشر ټرمپ اچوي او د هغه مخالفه سیاسي د دیموکرات ګوند د دغه مسول نه ګڼي.

ځینی داسې وایي چې د حکومت د دومره اوږدې مودی پورې بندېده به د ٢٠٢٠ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو اثر وکړي.

د حکومت د تړل کېدو دوهمه میاشت پیل شوې ده او د بېرته خلاصېدو په اړه یې شکونه لا زیات شوي دي.

په واشنگټن کې د سیاسي چارو کارپوه جن کیسلر امریکاغږ ته وویل :"ولسمشر ټرمپ د ناکامۍ سره مخ دی، کانګرس د ناکامۍ سره مخ دی او هغه فیډرالي کار کونکي چې کارونه یې ځنډېدلې دي، د ناکامۍ سره مخ دي."

ولسمشر ټرمپ په پرله پسې توګه ویلي دي چې د مهاجرت د کنټرول لپاره ٢٧٥٠ نویو فیډرالي مامورینو ته اړتیا ده او همداشان د مکسیکو او امریکا ترمنځ سرحد باندې د دېوال او موانعو جوړولو لپاره ٥،٧ میلیارد ډالر پکار دي چې د دیموکرات ګوند یې ورسره نه مني.