د لاس رسي وړ اتصالات

پلوسي: ټرمپ د حکومت فعالیدو نه مخکې کلنۍ وینا نشي کولی


د کانگرس مشرې نانسي پلوسي ویلي دي چې هغه به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته اجازه ور نه کړي چې ملت ته د فیډرالي حکومت د بیرته فعالولو نه مخکې وینا وکړي.

د نانسي پلوسي وروستۍ څرگندونی د ولسمشر ټرمپ هغه پلانونو ته ضربه ده چې وایي د جنورۍ په ٢٩ به ملت ته وینا کوي.

اغلې پلوسي ولسمشر ټرمپ ته په یو لیک کې وویل حکومت بند دی، پکار ده مونږ په ملت ته د وینا لپاره په یو داسې نیټې په ټاکلو کار وکړو چې دواړو پرې موافق وي.

د امریکا ولسمشر تر هغه پورې کلنۍ وینا نشي کولی ترڅو د امریکا د استاځو مجلس او سنا دواړه د ولسمشر د وینا اجازه ورکړي. دا وخت دیموکرات گوند د استاځو په مجلس کې اکثریت لري.

که د ولسمشر ټرمپ کلنۍ وینا وځنډیده نو دا به د امریکا په تاریخ کې لمړی ځل نه وي. د دی نه مخکې په کال ١٩٨٦ کې د هغه وخت د ولشمر رونالډ ریگن وینا هم ځنډیدلي وه او داسې د ځینو نورو ولسمشرانو وینا هم د ځینو ستونزو له کبله د څه مودې لپاره ځنډیدلي.

XS
SM
MD
LG