پمپیو افغان مشرانو ته: د مذاکراتي پلاوي په شان، ټول شموله حکومت هم جوړ کړئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغان حکومت لخوا د سولې د مذاکراتي ټېم د اعلان د هرکلي ترڅنګ له افغان لورې غوښتي چې د ټول شموله حکومت جوړولو په اړه هم خپلې ژمنې ثابتې کړي.

ښاغلي پمپیو تېره شپه ناوخته مارچ ۲۸ (وري۹) پر خپل ټوېټر لیکلي: "زه له خپلو افغان همکارانو څخه د «بین الافغاني» خبرو بریالیتوب لپاره د یو ټول شموله مذاکراتي ټېم رامنځته کولو څخه مننه کوم."

نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې د زندانیانو خلاصولو او د سولې په اړه د خپلو افغان همکارانو د هڅو هر کلی کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغان مشرانو څخه غوښتي چې د ټول شموله حکومت رامنځته کېدو په اړه هم ورته ژمنتیا وښيي چې په وینا یې دا ډول یو کار به د افغانستان د خلکو راتلونکې روښانه کړي.

افغان حکومت د تېرې پنجشنبې په ماښام له طالبانو سره د سولې خبرو پرمخ وړلو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز مذاکراتي پیلاوی اعلان کړ.

په اعلان شوي پلاوي کې معصوم ستانکزی، فاطمه ګیلاني، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ،باتور دوستم،کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتي، خالد نور او ډاکټر امین احمدي شامل دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا سفارت د دغه پلاوي د اعلان هر کلی کړی دی.

خو طالبانو تېره شپه د یاد پلاوي سره د مخالفت په ښودلو سره وویل چې یاد پلاوی د امریکا او طالبانو د لاسلیک شوي توافقنامې خلاف دی. طالبان همدارنګه ویلي چې دا یو ټول شموله پلاوی نه دی او زیاته وي چې خبرو ته نه ورسره کښېني.