د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: د غني او عبدالله ناکامي د امریکا ګټو ته مخامخ ګواښ دی


ښاغلي پمپیو کابل ته له سفر وروسته اعلان وکړ چې له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته کموي
ښاغلي پمپیو کابل ته له سفر وروسته اعلان وکړ چې له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته کموي

امریکا د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ سیاسي شخړې د "امریکا ملي ګټو ته مخامخ ګواښ" ګڼلی او افغانستان سره یې د مرستو د کمولو خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه کابل ته د مایک پمپیو له سفر وروسته د دوشنبې په ورځ مارچ۲۳ (وري۴) یوه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې امریکا سر د همدې نیټې څخه افغانستان سره په خپلو اړیکو له سره غور کوي او په روان میلادي کال کې تر یو ملیارد ډالرو مرستې کموي.

په اعلامیې کې ویل شوي که حالت همداسې و په ۲۰۲۱ کې به هم یو ملیارد ډالره مرستې کمي کړي.

خو ښاغلي پمپیو امریکا ته د ستنیدو پر وخت هیله څرګنده کړه چې داسې ونشي. هغه وویل: "نه غواړم د هغه څه د جزییاتو په اړه چې کوو یې خبرې وکړم. په څرګنده یې چې ووایم، هیله من یم چې هغوی یواځی عمل وکړي او مونږ ددې کار کولو ته مجبور نشو. خو هغې ته تیار یو."

امریکا په افغانستان کې د خپلو ټولو پروګرامونو او پروژو بیا کتنې ته هم اشاره شوې ده.

اعلامیه وايي چې ښاغليو غني او عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته ویلي چې د یو داسې ټول شموله حکومت په جوړیدو چې د حکومتوالۍ، سولې او امنیتي ګواښونو د هوارولو توان ولري، نه دي بریالي شوي.

په اعلامیه کې راغلي: "دغې ناکامۍ د امریکا او افغانستان اړیکو ته زیان رسولی او متاسفانه چې دا افغانانو، امریکایانو او د هغوی ائتلافيانو ته سپکاوی دی چې ځانونه او خپله سرمایه یې په هغه هیواد کې د یوې نوې آینده لپاره قرباني کړي دي."

امریکا ټېنګار کړی که افغان مشران یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې امنیت وساتلی شي او د سولې په بهیر کې ګډون وکړي، امریکا به یې ننګه وکړي او کومې بیا کتنې ته چې نن یې پیل کړې، له سره غور وکړي.

د ولسمشر غني او پخواني اجرايي رئیس عبدالله ترمنځ له هغه وروسته لانجه پیل شوه چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ښاغلی غني ولسمشر اعلان کړ او عبدالله د موازې حکومت جوړولو اعلان وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي: "د افغانستان مشرتابه ته مو څرګنده کړه چې موږ د امنیتي عملیاتو چې سیاسي انګیزه ولري، ننګه نکوو او نه هم د هغو سیاسي مشرانو ملا تړو چې د دغسې عملیاتو امر ورکوي. همداشان د هغو کسانو ننګه هم نکوو چې د موازي حکومت ننګه کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي تفاهم د ستونزو د حل د یوازینۍ لارې په توګه یاد کړی او ویلي دي چې افغان مشرانو د " ګډې اعلامیې" په خلاف عمل کړی او تراوسه نه دي توانیدلي چې د بین الافغاني خبرو لپاره یو ټول شموله ملي ټیم وټاکي او هم د بندیانو د خلاصون په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG