ویسټ انډیز له افغان لوبډلې دوهمه سیالي هم وګټله

ویسټ انډیز لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو دوهمه لوبه هم د ۴۷ منډو په توپیر له افغان لوبډلې څخه وګټله.

دغه سیالي پرون شنبه په هند کې تر سره شوه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلې وه، خو ویست انډیز لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، چې یادې لوبډلې په پوره ۵۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۲۴۷ منډې هدف وټاکه.

وروسته افغان لوبډلې توپوهنه پیل کړه او په ۴۵.۴ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۰۰ منډو په تر سره کېدو لوبه ویسټ انډیز لوبډلې ته بایلوله.

د افغان لوبغاړو له ډلې نجیب الله ځدراڼ ۵۶، رحمت شاه ۳۳، محمد نبي ۳۲ او حضرت الله ځاځي ۲۳ منډې ترلاسه کړې.

د ویسټ انډیز توپ اچوونکو له لوري چېس او کاټرېل درې-درې او واش دوه ویکټې ترلاسه کړلې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د ویسټ انډيز لوبغاړي پوران ته ورکړل شوه.

ویسټ انډیز د یادو یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه د تيرې چهارشنبې په ورځ له افغان لوبډلې څخه ګټلې وه.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د لوبړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د روانې نومبر میاشتې په یوولسمه نېټه ترسره کېږي.