د بامیان یوې ناداره کورنۍ خپله ماشومه خرڅه کړې

د بامیان ولایت بیوزله کورنۍ

د بامیان په ولایت کې یوې ناداره او بیوزلې کورنۍ د خپلو نورو ماشومانو د ژغورولو لپاره یوه کوچنۍ لور په ٥٠ زره افغانۍ خرڅه کړې ده.

موسی او رقیه (مستعار نومونه)، ددغه ماشومې پلار او مور دي چې د بامیان ولایت په شینه کلي کې ژوند کوي. دوی وایي اوه میاشتې مخکې یې خپله ۴٥ ورځنۍ ماشومه له لوږې نه د پنځو نورو اولادونو د ژغورنې په مقصد خرڅه کړې ده.

دوی وایي ماشومه یې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته وه او هغوی یې د درملنۍ د لگښت توان نه درلود او نه یې غوښتل چې مړه شي.

د ماشومې مور رقیه وایي: "مونږ ډوډۍ نه درلوده، اړ شو چې خپله ماشومه خرڅه کړو، ځکه شیدې مې نه درلودې او وچ شیده مې هم نشوای اخیستلای. که مو نه وای خرڅه کړی، ماشومه تلف کیدله".

٢٧ کلنې رقیه د امریکا غږ ته وویل په وار وار یې د بامیان د بشري حقونو بنسټونو ته مراجعه کړې خو هیڅ ډول مرسته یې نده ترلاسه کړې.

هغه وایي: "له مور سره مې څو ځلې د بشري حقونو تر دروازې لاړو، خو تر اوسه زمونږ د عریضې هیڅ درک معلوم نشو، مجبوره شوم چې لور مې خرڅه کړم".

د امریکا غږ خبریال د څو ځلو هڅو وروسته بیا هم ندی بریالی شوی چې د هغې کورنۍ سره اړیکه ونیسي چې دغه ماشومه یې اخیستې ده.

رقیې هم د خپلې ماشومې د ژوند ځای په ډاډه نکړ او وویل چې اوسمهال یې ماشومه روغه ده او د هغه کورنۍ سره ژوند کوي چې هغه یې اخیستې ده.

دغې کورنۍ په داسې حال کې خپله ۴٥ ورځنۍ ماشومه د فقر او لوږې په وجه خرڅه کړې چې د بامیان په ولایت کې زیات شمیر بنسټونه د فقر د له منځه وړلو او د اړو کورنیو سره د مرستې لپاره کار کوي.

ددغې کورنۍ گاونډیان وایي ددې کورنۍ د ژوند د ښه کیدو او د ماشومې د خرڅولو د مخنیوي لپاره د هغوی هڅو نتیجه ورنکړه.

د رقیه یو گاونډي محمدحسین عقیل، د امریکا غږ ته وویل: "ددې کورنۍ ژوند له صفر ښکته دی. مرسته کوو خو زمونږ توان هم نه رسیږي چې تل مرسته وکړو. مونږ له دولت او مرستندویه بنسټونو غواړو چې دې کورنۍ سره مرسته وکړي".

په بامیان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دفتر وایي چې د فقر په وجه پدې ولایت کې د ماشومانو د خرڅلاو پیښې پدې وروستیو کلونو کې زیاتې شوي او سږکال یې د ماشومانو د خرڅولو دوه پیښې ثبت کړې دي.

د رسمي شمیرو له مخې د بامیان شاوخوا ۶۷ فیصده اوسیدونکي د بیوزلۍ او فقر د کچې لاندې ژوند کوي.

رقیه وایي د ٥٠ زرو افغانیو یوه برخه یې قرضدارانو ته ورکړې او په پاتې پیسو یې خوراکي توکي او کالي اخیستي دي.