افغانستان کې د کوکنارو د تولید کچه ټیټه شوې ـ راپور

د امریکا متحده ایالاتو د نشه يي توکو د کنټرول د پالیسۍ اداره په افغانستان کې د نشه يي توکو په کښت او کار وبار کې د کموالي خبر ورکوي.

دغه اداره چې د امریکا ولسمشر ته د مخدره موادو د اړوند مسایلو په اړه سلامشورې ورکوي پخپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې نسبت ۲۰۱۷ میلادي کال ته په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې د کوکنارو د تولید کچه ۳۳ سلنه کمه شوې ده.

یاد دفتر، همدارنګه ویلي چې تېر میلادي کال په افغانستان کې شااوخوا ۲۲۱ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي و چې، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دغه اندازه ۳۲۹ زره هکتاره کرل شوي و.

د د افغانستان د نشه يي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت هم مخکې ویلي و چې په ۱۳۹۷ کال کې په دغه هېواد کې د کوکنارو په کښت کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د امریکا د نشه يي توکو د مخنیوي د پالیسۍ ادارې وکچالي او د تریاکو د بیې ټیټوالی د کوکنارو د کښت د کمېدو د اصلي لاملونو په توګه یاد کړي دي.

دغه ادارې ویلي، چې د افغانستان د کوکنارو زیاته برخه د دغه هېواد په جنوبي ولایت هلمند کې تولیديږي، چې د بهرنیو قاچاقبرانو لخوا نړیوالو بازارونو ته وړل کیږي.

تېر کال د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار هم ویلي و چې په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه ناکامه ده.

دغه ادارې ویلي و چې په دغه برخه کې د امریکا د میلیونونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم په افغانستان کې د نشه يي موادو په کښت کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو تولید د وسله والو طالبانو له لویو عایداتي سرچینو څخه ګڼل کیږي.

افغان حکومت همدارنګه ویلي چې د افغانستان د کوکنارو زیاته برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کرل کیږي چې د اړولو د کمپاین پر مهال لاسرسي ورته ستونزمن وي.

د امریکا د نشه يي توکو د کنټرول او پالیسۍ اداره پر داسې مهال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید د کموالي خبر ورکوي چې، د افغانستان په ګرم سیرو ولایتونو کې د کوکنارو نېښ وهل پیل شوی دی.