ولسمشر غني او مایک پمپیو د افغان سولې پر روان بهیر او د افغان حکومت پر اساسي ونډې یې خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له افغانستان سره د امریکا پر دوامدارې ملګرتیا ټېنګار وکړ.
ولسمشر غني پر ټویټر لیکلي دي چې د سه شنبې په ماښام (فبروري۵) له ښاغلي پمپیو سره یې په تیلیفون کې خبرې وکړې.
نوموړي لیکلي دي چې ښاغلي پمپیو ورته ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره يې پوځي ملګرتیا ټېنګه ده او د دایمي سولې تر راتګ پورې به روانه وي.
ټویټ امبیډ
I spoke to Secretary Mike Pompeo (@SecPompeo) over the phone this evening. Reiterating the stance and commitment of the United States, Secretary Pompeo stressed that there is no uncertainty and ambiguity about the U.S. commitment to Afghanistan and our enduring partnership.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) February 5, 2019
ولسمشر غني دغه راز وايي چې مایک پمپیو د سولې په پروسې کې د افغان حکومت ونډه ارزښتناکه ګڼي.
هغه وايي چې ښاغلي پمپیو ورته دا خبره هم وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د را روانو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته کوي.
دا خبرې داسې مهال کیږي چې امریکا له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبره کوي.
همدا څو وروځې مخکې د نیویارک ټایمز د راپور له مخې ولسمشر غني ولسمشر ټرمپ ته لیک استولی او په افغانستان کې یې د یو شمېر سرتېرو د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.
ښاغليو غني او پمپیو داسې مهال په تیلیفون کې غږیږي چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په قطر کې د افغان حکومت په غیاب کې د سولې خبرې کړې او بله غونډه یې د فبرورۍ په وروستیو کې ده.