د بلاروس ولسمشر او د وزیرانو او سوداګرو یو لوړ پوړی پلاوی یې پاکستان ته تللی

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو . عکس - ارشیف

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د نومبر پر ۲۵ (ليندۍ ۵مه) په درې ورځني رسمي سفر د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د نوموړي تر سفر يوه ورځ وړاندې د بلاروس د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ د دغه هېواد يو ۶۸ کسيزه پلاوی پاکستان ته رسېدلی وو چې د بلاروس وزيران او سوداګر په کې شامل دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۲۵مه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي، چې لوکاشینکو او صدراعظم شهبار شريف به " پر ګډو دوه اړخیزو ګټو او سيمه ييزه چارو خبرې" کوي.

د بلاروس ولسمشر به د درې ورځنې سفر پر مهال د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته کوي او ټاکل شوې چې دواړه هېوادونه به په بېلا بېلو ساحو کې يو شمېر تړونونه هم لاسليک کړي.

پاکستان ته د نوموړي تر راتګ وړاندې، د نومبر پر ۲۵مه د دواړو هېوادونو وزيرانو د تجارت په ګډون پر ځينو هوکړو او تفاهم ليکونو وار دمخه لا لاسليکونه وکړل.

د بلاروس ولسمشر لوکاشینکو تر هغه وروسته له يو لوړپوړي پلاوي سره د پاکستان په سفر دی چې دواړو هېوادونو دوې مياشتې وړاندې، په سپتمبر کې، په اصولو کې موافقه کړې وه چې د ۲۰۲۵ ـــ ۲۰۲۷ کلونو لپاره به د سوداګرۍ د لارنقشې تفاهم ليک لاسليکوي.

۷۰ کلن لوکاشینکو چې له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې پر بلاروس واکمن دی، د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتین اوږدمهاله متحد دی.

امریکا د روان ۲۰۲۴ کال په اپریل میاشت کې د بلاروس پر یوه شرکت د پاکستان د بالستیک توغندیو سیسټم ته د تجهیزاتو او ټېکنالوژۍ د رسولو په خاطر بندیزونه لګولي وو.

تر هغه وړاندې امريکا پر لوکاشینکو او يو شمېر نورو بلاروسي اشخاصو او شرکتونو بنديزونه لګولي وو چې يو لامل يې په اوکراين کې د جګړې پر مهال د روسيې مرسته کول هم دی.