پاکستان کې سیاسي کړکیچ؛ ولسمشر د انتخاباتو د نېټې ټاکل غواړي 

د پاکستان پارلمان

په داسې حال کې چې په پاکستان کې سیاسي کشمکشونه روان دي، د دغه هېواد د ولسمشر عارف علوي دفتر د ټاکنو له کمېسېون څخه غوښتي دي چې د ټاکنو ورځ دې پېشنهاد کړي.

د ښاغلي علوي دفتر نن چهارشنبه اپریل شپږمه (وري ۱۷) ‌په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د انتخاباتو کمېسیون ته ویل شوي دي چې «د اساسي‌ قانون د حکم د تطبیق لپاره دې» د انتخاباتو لپاره یوه نېټه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ستره محکمه لا هم نظرونه اوري چې معلومه کړي د صدراعظم عمران خان د سلب اعتماد لپاره د رایې اچوونې مخنیوی د اساسي قانون خلاف وو که نه.

څو ورځې مخکې د پاکستان د ملي‌ اسمبلۍ مرستیال اجازه ورنکړه چې د عمران خان د سلب اعتماد لپاره رایه واچول شي. مخالفو سیاسي ګوندونو ایتلاف کړی و چې له ښاغلي خان څخه به د اعتماد رایه بېرته اخلي، خو دا کار ونشو او ولسمشر علوي‌ د ښاغلي ‌خان په غوښتنه ملي اسمبلي منحل کړه.

که په ملي‌ اسمبلۍ کې رایه اچول شوې وای، له عمران خان څخه به د اعتماد رایه اخیستل کېده او واک به یې پای ته رسېدلای وای.

له وخت مخکې انتخابات

د پاکستان د اساسي‌ قانون په اساس په داسې شرایطو کې موقت حکومت جوړېږي او موقت صدراعظم ټاکل کېږي چې په ۹۰ ورځو کې دننه نویو انتخاباتو ته لاره هواره او امکانات برابر کړي.

د پاکستان ولسمشر له سیاسي ګوندونو څخه غوښتي چې د موقت حکومت د صدراعظمۍ څوکۍ ته خپل کاندیدان معرفي کړي. د عمران خان ګوند د پاکستان پخوانی قاضي ‌القضات خپل کاندید معرفي کړی خو د شهباز شریف په مشرۍ لوی مخالف سیاسي ګوند په دې برخه کې له همکارۍ څخه انکار کړی دی.

د پاکستان ولسمشر تېره ورځ خبرداری ورکړ که مخالف سیاسي ګوندونه خپل کاندیدان معرفي نکړي، دوی به موقت صدراعظم وټاکي.

په همدې حال کې په دومره کم وخت کې په پاکستان کې د نویو انتخاباتو د شفافیت او بې پرېوالي په اړه هم اندېښنې او پوښتنې پیدا شوي‌ دي.

په پاکستان کې د ازاد او عادلانه انتخاباتو شبکې په انتخاباتو کې د «لویو ممکنه سرغړونو» په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د اسوشیتډپرس په حواله دغې شبکې «له خپل وخت څخه د مخکې ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې ځینې اساسي، حقوقي او عملیاتي ستونزې او ننګونې په نښه» کړي‌ دي. دغې شبکې ویلي دي له مخکې پیدا شوي عامه ګډوډي او سیاسي‌ اختلافات په بالقوه توګه په خشونت بدلېدای شي.

سره له دې چې د عمران خان د تحریک انصاف ځینو غړو ویلي وو چې په ملي اسمبلۍ کې به د هغه په خلاف رایه ورکوي، په همدې حال کې صدراعظم عمران په یوې کمپاینې غونډې کې ویلي چې د خپلو کاندیدانو په ټاکلو کې به دقت کوي.

عمران خان د ۲۰۱۸ په انتخاباتو کې ژمنه کړې وه چې په پاکستان کې اداري فساد او په ګمارنو کې خپلوي پالل ورکوي، خو مخالف سیاسي ګوندونه وايي ‌چې هغه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او د پاکستان اقتصاد یې خورا خراب کړی دی.

د پاکستان ستره محکمه به سبا پنجشنبه هم د دغې سیاسي قضیې په اړه نظرونه او وړاندیزونه اوري. لا معلومه نه ده چې محکمه به کله او څه ډول پرېکړه کوي.