د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه ستانه شوي ‌د شمالي وزیرستان کډوال مرستې غواړي 


د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له کبله یې لسګونه زره خلک کډوال شول
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له کبله یې لسګونه زره خلک کډوال شول

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په خوست کې مېشت د شمالي وزیرستان شاوخوا ۷۰۰۰ کډوال بېرته پاکستان ته ستانه شوي او یو شمېر یې وايي‌ چې له یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دا ستانه شوي کډوال تر ډېره د خیبرپښتونخوا د بنو په بکاخېلو سیمه کې مېشت کړل شوي دي. یو شمېر یې ادعا کوي چې د پاکستان د مقاماتو له ژمنو سره سره دوی سره کافي مرسته نه ده شوې او له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.

په دغو کډوالو کې یو هم خیر محمد دی چې د ۱۳ کسانو کورنۍ ور ترغاړې ده. نوموړي د امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي دي: «درې میاشتې کیږي چې په غلام خان بندر د خوراکي توکو او د ضرورت نور سامان سره دوه خیمې راکړل شوې خو دوی ژمنه کړې وه چې بنو ته په رسیدو سره به د خرڅ خوراک لپاره نقدي امدادي مرستې هم راکوي، خو د دریو میاشتو تېرېدو وروسته تر اوسه دا مرستې نه دي شوې.»

نوموړي وويل چې ګرمي‌ هم ډېره ده او دوی خوراکي مواد او نور وسائیل نلري. خیر محمد دا ادعا هم وکړه چې د کډوالو لپاره جوړ شوي ‌کمپ ته هم نه پرېښودل کېږي او په یو عارضي ځای کې مېشت کړل شوي چې په « سختې ګرمۍ کې نه بجلي [برېښنا] لري او نه هم د څښکلو د صفا اوبو انتظام شته او د ډنډ د ګرمو اوبو په څښکلو مجبور» دي.

خو په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې یو ویاند احسان داوړ وویل چې له افغانستان څخه راستانه شویو کډوالو سره د خیمو او نورې ضروري توکو مرستې شوي او په خبره یې هره میاشت ورسره ځینې نقدي مرستې هم کېږي.

د کډوالو یو مشر ملک میرعباس خان هم شکایت وکړ چې له خیمو او ځینو نورو ضروري مرستو پرته له دوی سره نورې مرستې نه دي شوي‌ او «دوی د ګرمې نه د بچ کېدو، د څښکلو د اوبو، خوراک څښاک، سکول [ښوونځی] او د روغتیامرکز سره نور هیڅ انتظام نه لري او په ډاګه پراته» دي.

په ۲۰۱۴ کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د «ضرب عضب» عملیات پیل کړل چې له کبله یې لسګونه زره خلک کډوال شول او زرګونه یې د افغانستان خوست ته وکوچېدل.

د پاکستان پوځ ادعا کوي ‌چې په دغو عملیاتو کې یې د ترهګرو پټځایونه په نښه کړل او سلګونه یې ووژل، ژوبل کړل او ویې نیو، خو د پښتونو د ژغورنې غورځنګ (پي ټي‌ام) وايي‌ چې په دغو عملیاتو کې ډېر زیان ځايي پښتنو ته اوښتی‌ دی.

پي ټي ام د پاکستان پوځ تورنوي چې د ترهګرو په ضد د عملیاتو په نامه یې د پښتنو «کورونه او سیمې ویجاړې» کړې او «پښتانه یې ووژل، ژوبل او بندیان» کړل، خو د پاکستان پوځ دا ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG