د کلدارو مخنیوي کمپاین سره ننګرهار کې افغانۍ کمې شوي

د ننګرهار ولایت ځینې اوسېدونکي وايي د افغانیو د دودولو کمپاین په اوږدو کې په یاد ولایت کې د افغانیو د کمښت ستونزه پیدا شوې ده.

دوی وايي، چې د جلال آباد ښار د صرافیانو یو مارکېټ یې نن یکشنبه (د مرغومې ۸مه) د افغانیو د نشتون له امله تړلی و.

د جلال آباد ښار اوسېدونکی ۲۷ کلن جمیل الرحمن امریکا غږ ته وویل د افغانیو دودېدلو ته خوښ دي، خو هیله لري چې په دې کمپاین کې ستونزې له منځه یوړل شي.

هغه وویل:"څو ستونزې دي، افغانۍ لږې دي، نن ورځ د صرافۍ مارکېټ کې دوکانونه تړلي او صرافانو ویل چې افغانۍ نشته تر څو کلدارو سره یې بدلې کړو. بله دا چې د وړې افغانیو [یوګون، دوه ګون، پینځه ګون] نشته او د ترانسپورټ په برخې کې چې هغه کرایه په افغانیو ټاکل شوې ده، نه مراعات کیږي."

په روانې زېږدیزي میاشت کې ننګرهار کې د افغانیو دودولو او د کلدارو د نه کارولو کمپاین پیل شو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل بیا وايي دغه کمپاین په ښه توګه پرمخ روان دی:

"د ننګرهار مارکېټ لوی دی، ځینې ستونزې ښايي رامنځ ته شي. وړې افغانۍ بازار کې نه وې موږ ۲۰۰ میلیونه افغانۍ له کابل نه راوغوښتلې او د ننګرهار بازار کې مو وویشلې. په ټوله کې پروسه تر ۸۰ سلنه بریالۍ ده او کلدارو خپل ارزښت بایللی دی."

د افغانستان بانک بیا وايي، د ننګرهار په شمول د افغانستان ځینو ختیځو او یو شمېر جنوبي ولایتونو کې خلک په پاکستاني کلدارو راکړه ورکړه کوي.

په روانې زېږدیزي میاشت کې ننګرهار کې د افغانیو دودولو او د کلدارو د نه کارولو کمپاین پیل شو.

په ټول افغانستان کې ۲۵۹ میلیارډه افغانۍ مارکېټونو کې چلیږي. د افغانستان بانک چارواکي وايي ننګرهار کې د یاد کمپاین پیلېدو له امله یې لسګونه میلیونه نورې افغانۍ هم دغه ولایت ته استولي‌دي.