د پاکستان د 'تعرفې لوړولو' له کبله افغان سوداګرو په تازه مېوو بار سلګونه موټر درولي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې افغان سوداګرو د پاکستان د تعرفي لوړولو له امله په تازه مېوو بار سلګونه موټر له دغه هیواد سره د سپین بولدک ـ چمن پوله کې درولي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان پر پنځه قلمه تازه مېوو باندې د «آر، ډي ټکس» په نوم تعرفه څو برابره لوړه کړې ده.

خان جان الکوزي نن پنجشنبه سپټمبر اتمه (وږې ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې پاکستان تر دې مخکې کله ناکله د 'آر ډي ټکس' په نوم مالیه اخیستل، خو د نوموړي په وینا افغانستان تر دې مخکې له یادې تعرفې څخه معاف و.

خان جان الکوزي وویل چې تر دې مخکې له افغانستان څخه پاکستان د انګورو یو ټن صادراتو کې له ۱۱زره څخه تر ۲۰زره پوره لګښت راتله چې اوس دغه لګښت له ۸۰زره څخه تر ۹۰ زره پوري لوړ شوی دی.

ښاغلي الکوزي وویل: "د افغانستان پر پنځه قلمه تازه مېوه باندې چې انګور، انار، مڼې او نور پکې شامل دي،پر دې باندې تعرفه څو چنده جګه شوې ده،پاکستان د rdټکس په نوم دا لګولی دی چې مخکې هم کله ناکله لګوو، مګر افغانستان له دې څخه معاف و.اوس مهال پر یو ټن انګورو له ۱۱زره څخه تر ۲۰زره مصرف راته چې اوس دغه مصرف له ۸۰زره څخه تر ۹۰زرو پوري لوړ شوی دی."

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل چې د پاکستان د یاد کار له امله افغان سوداګرو د تېرو څو ورځو راپدېخوا خپل په تازه مېوو بار سلګونه موټر له دغه هیواد سره پر پوله درولي دي.

نوموړي اندېښنه وښودل چې په موټرونو کې د افغان سوداګرو بار تازه مېوه د خرابېدو له ګواښ سره مخ ده.

د هغه په خبره د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې دغه ستونزه د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ له خونې سره شریکه کړې ده چې په خبره یې دواړو خواو ژمنه کړې چې دغه ستونزه به په روانه اونۍ کې هواره شي.خو ښاغلي الکوزي وویل چې دغه ستونزه تر اوسه نه ده هواره شوې.

داه په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ خونې مسؤلینو په وینا، د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له افغانستان څخه هغه هیواد ته پر تازه سبزیجاتو محصول د درې میاشتو لپاره معاف کړی دی.

پر همدې مهال د نورالله عزیزي په نوم یوه اقتصادي کار پوه امریکا غږ ته وویل چې پاکستان تل له افغانستان سره په سوداګریزو برخو کې ژمنې ماتې کړي دي او ستونزې یې جوړي کړي دي.

د هغه په خبره، سوداګریزه دپلوماسي چې په ټوله نړۍ کې شتون لري، له هغه څخه په استفاده کېداشي چې د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې ښه شي.