معترضو ښځو یو ځل بیا د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون سره مخالفت ښودلی

د معترضو ښځو یو شمیر غورځنګونو په دې وروستیو ورځو کې د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون سره په پرله پسې ډول مخالفت ښودلی دی.

د افغان میرمنو یو شمیر اعتراضي غورځنګونو یو ځل بیا د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په تړاو په درېیمې مشورتي غونډې کې طالبانو ته د ګډون د بلنې سره مخالفت ښودلی او د ملګرو ملتونو له خوا پر دغې ډلې د لا زیاتو فشارونو د اچولو غوښتنه یې کړې ده.

د افغان میرمنو دغو معترضو غورځنګونو د جمعې په ورځ مۍ ۳۱ (جوزا ۱۱) په جلا جلا اعلامیو کې ویلي، په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو څخه په سیستماتیک ډول سرغړونو ته دوام ورکوي او هغوی ځپي په نړیوالو غونډو کې باید د طالبانود حضورد عادي کیدو مخه ونیول شي.

د ارغواني شنبې د ورځو غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا غورځنګ د دوحې درېیمې غونډې ته د طالبانو استازو ته د بلنې سره کلک مخالف دی او د ملګرو ملتونو له خوا پر دغې ډلې د لا زیاتو فشارونو د اچولو غوښتنه کوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د قطر په پایتخت دوحه کې ددغې ټولنې د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب به د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو درېیمه مشورتي غونډه د جون د میاشتې په ۳۰ او جولای اول باندې جوړه شي. ملګرو ملتونو طالبانو ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت تراوسه په رسمي ډول په دې غونډه کې د ګډون اعلان نه دی کړی، خو ددغه حکومت د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (جوزا نهم) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ټاکل شوې د طالبانو یو پلاوی به د دوحې د درېیمې غونډې په اصلي بحثونو کې ګډون وکړي. دغه وزارت ویلي چې په غونډه کې د ګډون په تړاو پریکړه به وروسته اعلان شي.

د ارغواني شنبې د ورځو غورځنګ ویلي چې په نږدې تیرو دریو کلنو کې افغان میرمنو د اعتراضي حرکتونو له لارې په پرله پسې ډول په نړیوالو غونډو کې د طالبانو د استازو د ګډون سره مخالفت ښودلی، خو ددې اعتراضونو سره سره ملګرو ملتونو پریکړه کړې چې طالبان د دوحې درېیمې غونډې ته وبلي.

دغه غورځنګ ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول ښځې، قومي او مذهبي اقلیتونه ځپلي دي.

دغه غورځنګ ویلی: "ملګري ملتونه په دغې پریکړې د بشري حقونو ته کم اعتبار ورکولو سره چې ادعا یې کوي یو ځل بیا دا ثابته کړه چې ددغه سازمان د ادعا پر خلاف بشري حقونه او د ښځو حقونه ددغه سازمان او سترو قدرتونو لپاره چې د ملګرو ملتونو بودیجه تمویلوي یوه بې اهمیته مسله ده".

د ارغواني شنبې د ورځو غورځنګ د طالبانو پر وړاندې د ټولو اعتراضي حرکتونو، ځوانانو، ښځو، سیاسیونو او روڼ اندو څخه غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې دې خپل غږ اوچت کړي او د دوحې په غونډه کې دې د طالبانو د استازو د ګډون سره مخالفت څرګند کړي.

همداشان د افغانستان د ښځو د ازادۍ دریمڅې په نوم د ښځو یو غورځنګ هم د دوحې د درېیمې غونډې سره پریکون اعلان کړی او ددغې غونډې جوړیدل یې غندلي دي.

دغه غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي: "مونږ د دوحې درېیمې غونډې سره په بشبړ ډول پریکون کوو او غندو یې او هم د ښځو د ځپوونکي ډلې طالبانو سره خبرې مردودې دي".

دغه غورځنګ ټینګار کړی چې د طالبانو سره په یو میز کښیناستل د افغان میرمنو په حق خیانت دی او د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو څخه یې غوښتي چې د طالبانو سره د خبرو پرځای دې د دغې ډلې پر وړاندې د افغان میرمنو د مبارزیو څخه ملاتړ وکړي.

ددې سربیره د افغانستان د ښځو د هیلې د کړکۍ په نوم د افغان میرمنو یو بل غورځنګ هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي افغانستان ته د خپلې مرستیالې روزمیري ډیکارلو له لارې د دوحې په درېیمه غونډه کې طالبانو ته بلنه ورکړې ده.

دغه غورځنګ ویلي چې ملګري ملتونه په داسې حال کې د طالبانو سره د اړیکو د عادي کیدو په لټه کې دي چې افغان میرمنې د طالبانو له خوا د جنسیت پر بنسټ د تبعیض له امله یو ژور بشري بحران تجربه کوي.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې د دوحې په درېیمه غونډې ته به د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو ملاتړې وبلل شي او که نه. د دوحې په دوېیمه غونډه کې د د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو څو تنو فعالانو ګډون کړی وو.

طالبان هم د دوحې دوېیمې غونډې ته بلل شوي وو، خو د ملګرو ملتونو له خوا یې په غونډه کې د ګډون لپاره شرطونه نه وو منل شوي چې طالبانو هم په دغه غونډه کې ګډون نه وکړی.