د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین د خپلو طرفدارانو نه غوښتي چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو لخوا د تحریک د غړي ارمان لوڼي د قتل ضد دی احتجاجونه وکړي
منظور په خپل ټویټر او فیس بک د پښتنو نه غوښتي دي چې د ارمان لوڼي د بی رحمانه قتل خلاف دې په خپلو سیمو کې احتجاجونه تنظیم کړي.
سبا به چه چرته هم پښتنه اباد دی هلته به دا ارمان په بې دردی سرا شهید کولو خلاف احتجاجی مظاهرې وی ټول ملګری دا خپل ښار دا احتجاجی مظاهرې وخت او ځائ په فیس بک اپلوډ کئ او خپلو علاقو کښې دا خبرتیا کمپین په لوډ سپيکرو وچلاوئ .
— Manzoor Pashteen (@manzoorpashteen) February 4, 2019
منظور په خپل یو خپور شوي پیغام کې وویل چې پکار ده ټول ملاتړي یې د ارمان لوڼي د قتل ضد کمپاین وکړي.
د منظور پښتین په غوښتنه د امریکا په شمول د نړۍ د نورو ملکونو کې د سه شنبې په ورځ د احتجاجونو اعلان شویدي.
دا مطلب هم ولولئ منظور پشتین او د پي ټي ایم نور مشران د ارمان لوڼي جنازه ته تلليد یادونې وړ ده چې ارمان لوڼی د پښتون تحریک لمړنی غړی دی چې د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شویدی.
د ارمان لوڼي د قتل نه وروسته د تحریک مشرانو سخت غبرگون ښودلی دی. د ارمان خور وړانگې د تحریک د غړیو نه غوښتي چې هغوي دې د عدم تشدد مبارزې ته دوام ورکړي.