پي ټي ایم مذاکراتو او احتجاجونو ته دوام ورکړی

د پښتنو ژغورنې تح‏ریک پداسې حال کې مظاهرو ته دوام ورکړېدی چې د حکومت سره یې جرگه هم کړېده.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې تح‏ریک په پلوۍ د ملک په مختلفو ښارونو کې د هغه پولیس افسر راو انور ضد مظاهرې دوام لري چې د 2017 کال د دسمبر په میاشت کې یې نقیب الله محسود په یوې جعلي پولیس مقابلې کې وواژه.

د پي ټي ایم مشران او ملاتړ کونکي وایي چې د راو انور سره دې د یو تورن کس ډول چلند وشي خو هغوي تور لگوي چې برعکس د راو انور سره داسې سلوک کیږي لکه چې د "خاص میلمه" سره کیږي.

د تح‏ریک مشر منظور پښتین په خپل ټویټر ولیکل چې راو انور دې اعدام شي.

د تحریک یوه بله مشرې ثنا اعجاز بیا په خپل ټویټر ولیکل چې مونږ دا غوښتنه کوو چې راو انور دې د یو خاص میلمه په حیث نه ساتل کیږي، هغه د مجرم وگڼل شي او د نقیب الله کورنۍ سره دی عدالت وشي.

​د تحریک د مشرانو په غوښتنه د پاکستان په مختلفو ښارونو چې پکې پېښور، ډیره اسماعیل خان، کراچۍ، ژوب او کویټه شامل دي، احتجاجي غونډې وشوي.

د احتجاجونو سره سره د پي ټي ایم او د حکومتي جرگې ترمنځ د یکشنبې په ورځ مذاکرات هم وشول او د دواو خواو مشرانو پریکړه وکړه چې خبرې به جارې وساتي.

دغه مذاکراتو څو ساعتونه دوام وکړ. د خبرو نه وروسته د پي ټي ایم لخوا د جرگې مشر لطیف افریدي خبریالانو ته وویل چې د تح‏ریک غوښتنې یې د حکومت جرگې ته سپارلې دي او راتلونکي جرگه به د جولایي په اتمه کیږي.

ښاغلي افریدي د جرگې د تفصیل په اړه څه ندې ویلي خو وی ویل چې د هغوې ستونزې د ټولو گډې ستونزې دي او د حل لپاره یې کوښښونه کوي.

ښاغلي افریدی پدی اړه هم څه نه دي ویلي چې پداسې وخت کې چې مذکرات پیل شویدي، د پي ټي ایم احتجاجونه ته دوام به په مذاکراتو څه اغیز ولري. د تحریک یو مشر محسن داوړ امریکاغږ ته ویلي و چې د مذاکراتو سره به احتجاجونه ته دوام ورکړي.