د پښتون تحفظ تحریک د وروستۍ غونډې نه وروسته یو شمیر کسانو د تحریک په ځینو غړیو له دې کبله انتقادونه پیل کړیدي چې پخپلو ویناو کې یې داسي ټکې استعمال کړیدي چې تعصب څرگندوي
د تحریک مشر منظور پښتین د امریکاغږ ته ویلي دي چې هغوي هیڅ څوک له دی کبله بد یا ښه نه گڼي چې نسل یې څه دی. هغه زیاته کړه "د یو څو کسانو لخوا د بدو ټکو کارولو له کبله باید پي ټي ایم ته بد نوم ورنکړل شي. ما مدام دا ویلي دي چې د یو مذهب او یو نسل سره دې هم ظلم و نه شي. هر کس ته دې د انسانیت په حدونو کې د خپلې خوښې د ژوند حق ورکړل شي."
پښتین ویل چې پنجاب ته دې خدای نوره هم ورکړي خو زمونږ په حق دې لاس نه اچوي.
د پښتون تحفظ تحریک د تیر یو کال په مودې کې د پښتنو نه علاوه هم ډیر پلویان پیدا کړیدي چې پکې د پاکستان د نورو قومونو خلک شامل دي.
د تحریک د ځینو غړیو لخوا د "تورمخی او یا کالیا" ټکي استعمالول، که یوې خوا ته د تحریک پنجابي طرفداران ناراضه کړیدي نو له بلې خوا ته ځینې پښتنو هم پدی نیوکې کړیدي.
د ټولنیزو رسنیو یوې فعالې نتاشه په خپل ټویټر د تحریک د یو غړي خان زمان کاکړ خبرو ته په اشاره ولیکل:
I don%27t know why PTM keeps on allowing this %27kaalia%27 bullshit, plus jabs at Punjabis. It%27s not as if they haven%27t been told this is offensive.So why keep at it? Does your message need these crutches? https://t.co/ck5NarQWVv
— Natasha (@OhTripe) January 16, 2019
"زه نه پوهیږم چې پي ټي ایم ولې د کالیا لفظ او پنجابیانو ته د کنځلو کارولو اجازه ورکوي. داسي هم نه ده چې چا ورته دا نه وي ویلي چې دا پارونکي دي نو بیا دوي ولې دا ټکي استعمالوي. ایا د دوي پیغام ته د دې کنځلو ضرورت شته؟"
خان زمان کاکړ دغه ټویټ ته څه داسې ځواب ورکړ:
My comrade @Aliwazirna50 has introduced this attractive & comprehensive term, Kaliya, in PTM discourse and almost all PTM workers and supporters use it for their political other. In Pashto we have been popularly calling it Tormakhay for years. Ali found a Urdu substitute of it. https://t.co/tvgOkcjFvV
— Khan Zaman Kakar (@khanzamankakar) January 17, 2019
"زما ملگري علي وزیر دا جالب او مکمل لفظ 'کالیا' را پیژندلی دی. د پي ټي ایم غړي او پلویان دغه لفظ د خپل سیاسي مخالف لپاره کاروي. مونږ په پښتو کې د کلونو راهیسې د 'تورمخي' لفظ استعمالوو . علي دیته د اردو ټکې راپیدا کړیدی"
د پي ټي ایم طرفداره او د سیاسي چارو کار پوه ډاکټر تقي هم دغه عمل غندلی دی. هغه په خپل ټویټر ولیکل: "دوي ته دا احساس نه کیږي چې د نژادي تبعیض هیڅ گټه نشته."
ځینیوکسانو بیا دا هم وویل چې بی شکه د پي ټي ایم د غړیو د دا ډول ټکو کارول ښه نه دي خو په پنجاب کې د ډیر وخت راهیسې د پښتنو ضد هم دغه ډول رویه کیږي.
خبریال عمیر جاوید لیکي:
so yeah, the use of slurs is unnecessary and counter-productive on their part. People have a right to be angry about them. But this BS of PTM %27racism%27 against Punjabis is a stupid hill to die on since it carries minimal consequences for actual Punjabis.
— Umair Javed (@umairjav) January 17, 2019
"کنځل کول بی گټې دي او خلک د ناخوښۍ د څرگندولو حق لري.خو د پي ټي ایم د نژادي توپیر د ټکې د کارولو نه لوی غر جوړول احمقانه دي ځکه دا په عادي پنجابیانو هیڅ اثر نه لري."
د تحریک یو اساس ایښودونکی غړی علي وزیر چې د کورنۍ یولس غړي یې د ترهگرۍ ضد د جگړې قرباني شویدي، د ډیر پخوا راهیسې د خپل مخالفینو لپاره د "کالیا" ټکې استمالوي خو کله چې امریکاغږ د هغه نه پدی اړه پوښتنه وکړه نو هغه وویل چې د کالیا نه هدف یې د پنجابي تور پوستکې ته اشاره نه خو دا د هند د یو فلم ډایلاگ دی چې د ولن یا دښمن لپاره کارول کیده نو ځکه یې دی کاروي.
د بشري حقونو فعال محمد سلیم په خپل فیس بک لیکي:
"پښتنو ته نده پکار چې متعصیانه ټکي یعني کالیا یا تورمخي استعمال کړي. ځکه چې دا د عدالت په لټه کې زمونږ مرسته نه کوي. زمونږ د پوست رنگ رمونږ لپاره د ویاړ خبره نه ده."
محمد سلیم زیاته کړه چې د داسي الفاظو کارول مخالفینو ته نه خو پښتنو ته پخپله تاوان رسوي.
د پي ټي ایم محسن داوړ امریکاغږ ته وویل:"دا د پي ټي ایم بیانیه نه ده. مونږ هیڅ کله هم د تعصب نه کار نه اخلو. مونږ د تشدد او ظلم خلاف تحریک پیل کړیدی. چې څوک هم دا کاروي خو دا د پي ټي ایم بیانیه نه ده."
د پښتون ژغورنې تحریک ځیني غړي په خپلو ویناگانو کې د پښتنو ضد نژادي تبعیض باندې هم نیوکي کوي خو د چارو کار پوهان وایي چې د تعصب ځواب باید تعصب نه وي.