د پاکستان مطبوعاتو د خیسور د حیات خان د ماما مټورکی د قتل په اړه خبرونه خپاره کړي
د ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د وژل شوي مټورکی د ورور پرخې خان له قوله لیکلي دي چې "د ورور د قتل مسولین یې د پښتون تحفظ تحریک مشران دي."
د پښتون تحفظ تحریک مخکښ مشر علي وزیر امریکاغږ ته په خبرو کې دغه تورونه په سختۍ سره رد کړیدي. هغه زیاته کړه چې دا تورونه د پي ټي ایم د بدنامولو او د خلکو په زړونو کې د هغوي په اړه د شکونو پیدا کولو لپاره لگول شویدي.
د حیات خان ماما د هغې نه وروسته په رسنیو کې بحثونه پارولې و چې د خپلې خور یعني د حیات خان د مور هغه تورونه یې دروغ بللې و چې ویل یې "پوځیان یې پرته د اجازې کور ته را ننوځي او د ستر بی حرمتي یې کوي."
محسن داوړ په خپل ټویټر د پاکستان د رسنیو لخوا د خیسور د وژل شوي کس مټورکی د قتل په اړه د رپورټونو خپرولو په اړه حیرانتیا څرگنده کړیده او د قتل په اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه کړیده.
It is very surprising that the murder of Malik Matrokay has received such media coverage. Surprising because Waziristan has seen hundreds of murders, especially extra judicial ones that our media doesn%27t find news worthy. We demand that the investigation of this case must be 1/2
— Mohsin Dawar (@mjdawar) February 11, 2019
"دا ډیره د حیرانتیا خبره ده چې د مټورکي قتل په اړه د پاکستان رسنیو دومره خبرونه خپاره کړل. ځکه حیران یم چې په وزیرستان کې په زرگونو کسان قتل شوي دي او په خاصه توگه د محاکمې پرته قتلونه چې زمونږ مطبوعاتو ته د خپرولو قابل نه ښکاري. مونږ غوښتنه کوو چې د دی قتل تحقیقات دې وشي"
محسن داوړ په خپل بل ټویټ کې دا هم ولیکل چې د مټورکی د قتل سره سره مونږ دا هم غواړو چې د طاهر داوړ، ارمان لوڼي او د نورو وژل شوو کسانو د قتل تحقیقات دې وشي.
محسن داوړ وویل چې "د پاکستان ادارو دا نفاق لدی کبله رامنځته کړیدی چې د هغوي د بدو کړنو نه د خلکو پام واړول شي."
د یادونې وړ ده چې د پاکستان رسنیو چې د پښتون تحفط تحریک په اړه هیڅ ډول خبرونه نه خپروي، د حیات خان د ماما د قتل په اړه یې رپورټونه خپاره کړیدي او هم لدی کبله د بشري حقونو ځینې فعالان د رسنیو دغه کار ته د شک په نظر گوري.
د ټولنیزو رسنیو یو فعال سلیم خان د ایکسپرس ټریبیون په مقالې داسې تبصره لیکلې:
And this they published today about the death of Hayat%27s uncle. They will never say that after Zarb-e-Azb, no one can carry weapons in Waziristan except Army and their good Taliban. https://t.co/Cr2vwZdPGr
— Saleem (@memzarma) February 11, 2019
"او نن دوي د مټورکي د قتل په اړه داسې رپورټ خپور کړیدی. دوي به دا چیرته و نه لیکي چې د پوځ د عملیاتو نه وروسته په وزیرستان کې د چار سره وسله نشته خو یواځې د پوځ او د ښه طالبانو سره."
د پښتون تحریک مشر منظور پښتین هم په یو ټویټ کې ویلي دي چې په وزیرستان کې د پوځ نه علاوه څوک وسله نه لري او د قتل د تحقیقاتو غوښتنه یې کړیده.