د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې سانسور شوی پي ټي ام نړیوالو ته غږ رسوي


دا لومړی ځل دی چې نیویارک ټایمز د منظور پښتین انګلیسي لیکنه خپروي
دا لومړی ځل دی چې نیویارک ټایمز د منظور پښتین انګلیسي لیکنه خپروي

نیویارک ټایمز د منظور پښتین لیکنه خپره کړې خو دننه پاکستان کې رسنۍ د پي ټي ام خبرونه نه خپروي.

د امریکا مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ (فبرورۍ ۱۱) د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي ام) د مشر، منظور پښتین، هغه لیکنه خپره کړې چې پکښې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو کړکیچ بیان شوی دی.

پښتين په انګلیسي ژبه لیکلي چې په پاکستان کې پر پښتنو د غدارۍ او خیانت تور لګول کیږي او د نورو په څیر پوره حقونه نه ورکول کیږي. ډېرو شخصیتونو دا لیکنه په خپل ټویټر او فیسبوک کې خپره کړې ده.

په نیویاک ټایمز کې د ښاغلي پښتین لیکنه پداسې حال کې خپریږي چې دننه په پاکستان کې رسنۍ د پي ټي ام خبرونه نه خپروي. د پي ټي ام مشران او د بشري حقونو ځیني نور فعالین وايي چې د پاکستان ځواکمن پوځ د پښتنو د حقونو د غورځنګ په اړه پر راپور ورکولو بندیز لګولی دی. په پاکستان کې اکثره رسنۍ په اردو ژبې خپرونې کوي.

دوې اونۍ وړاندې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د پي ټي ام دیو شمیر غړو په نیولو پیل وکړ، پاکستاني رسنیو او د دغه هیواد د بشري حقونو کمیسیون پدې اړه چوپتیا غوره کړه، خو په لندن کې د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د پي ټي ام نیول شوي غړي خوشې کړي.

دغه نړیوال سازمان وویل چې پي ټي ام په پاکستان کې د پښتنو پر ضد د تبعیض ختمولو لپاره سوله ایزه مبارزه کوي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې اړه یو ټویټ وکړ چې د پاکستاني چارواکو غبرګون یې راوپاروه.

په خیبرپښتونخوا کې د سیاسي چارو کارپوه افراسیاب خټک وايي چې په نړیوالو رسنیو کې د پي ټي ام د غږ انعکاس په پاکستان کې د مطبوعاتو له سانسور او محدودیتونو څخه هم پرده پورته کوي.

ښاغلي خټک امریکا غږ ته وویل "په نړیوالو مطبوعاتو کښې د پي ټي ام په باره کې د خبرونو له خپرېدو سره به د پاکستان په ریاست فشار زیات شي چه هغه باید د پي ټي ام خلاف کوم فاشسټي قدم پورته نه کړي او ورسره په پاکستان کې د مطبوعاتو د سانسور واقعیت هم بربنډیږي."

د غږ رسولو اسانه لار

پي ټي ام د خپل فعالیت له اولې ورځې تر نن پورې خپل ډېر فعالیتونه، غوښتنې او مظاهرې د فیسبوک، ټویټر او ټولنیزو رسنیو له لارې خپروي. دا غورځنګ ادعا کوي چې دوی تېره اونۍ په پاکستان، افغانستان او نړۍ په شاوخوا ۴۰ ښارونو کې له پښتنو سره د پاکستان د حکومت د بد چلند د غندلو او درولو لپاره مظاهرې او غونډې وکړې، وايي دا ټول یې د ټولنیزو رسنیو له لارې تنظیم کړي دي.

ښاغلی خټک دا کار ډېر اغیزناک بولي او وايي "د پاکستان نه بهر خلکو د خبرولو د پاره جهاني مطبوعات او په بهر ملکونو کې میشت پښتانه مهم عوامل دي چې پي ټي ام ترې سالمه استفاده کړې ده. پاکستان کښ پوځی استخباراتي ادارې په رسنیو کښ د پي ټي ام په اړه جوړ شوي راپورونه نشر کېدو ته نه پریږدي نو پي ټي ام یوازې د سوشل میډیا له لارې خپل پیغام خپلو فعالینو او ولس ته رسوي. خو جهاني میډیا او خصوصاً را‌‌‌‌‌‌ډیوګانې د خلکو په خبرولو کې مهم نقش لوبوي."

د "پاکستان پوځ او استخبارات" پر پاکستاني رسنیو فشار راوړی چې د دغه غورځنګ پر فعالیتونو، مظاهرو، شکایتونو او نورو اړوندو مسایلو راپورونه خپاره نکړي.

دا غورځنګ د پاکستان پوځ او استخبارات د پښتنو په وژلو، ژوندي ورک کولو، له تمدنه په لېرې ساتلو، د هغوی د کورونو، بازارونو او ښونځیو په سوځولو او نورو بېلابېلو مسایلو تورنوي.

سره له دې چې پاکستاني مطبوعات د پي ټي ام غږ نه خپروي، خو د یوېشتمې پېړۍ ټولنیزو رسنیو د پي ټي ام دا کار اسانه کړی دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG