په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان وروسته هېڅ بهرني هېواد یا کوم نړیوال بنسټ د ولسمشر غني د بریا په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) ځینو مخکښو مشرانو د افغانستان ولسمشر ته د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.
د یاد غورځنګ یو غړي محسن داور په خپل ټویټر پاڼې کې ولسمشر اشرف غني ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي "هیله لرم چې ولسمشر د سولې لپاره هر ډول هڅه وکړي."
دا د سرو او سپینو ډک وطن ابادول غواړي"دا سمسور ګلشن دې په اسره د اغیار مه پرېږده!"د جنګزپلي هېواد افغانستان ولسمشر اشرف غني صېب ته په دویم ځل ولسمشر جوړېدو د زړه له تله مبارکي وایمهیله لرم چې ولسمشر به د سولې او ځورېدلیو افغانانو د سوکاله او خوشحاله ژوند د پاره هر ډول هڅه وکړي
— Mohsin Dawar (@mjdawar) February 18, 2020
د دغه غورځنګ بلې غړې سنا اجاز هم په خپل ټویټر پاڼې کې، ولسمشر اشرف غني او لومړي مرستیال امرالله صالح ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلي او زیاته کړې یې ده "وايي چې سر روغ وي، د نورو غړو روغتیا په خپله راځي."
د ګران او تاريخي افغان اولس ته تبريکي په داسي حال کي چي يې ښاغلي ډاکټر صيب اشرف غني جمهور رئيس او ښاغلي امرالله صالح مرستيال وټاکل ـ د افغانستان د روڼ سباوون په هيله "وايي چي سر روغ وي، د نورو غړو روغتيا په خپله راځې" ـ@AmrullahSaleh2 @ashrafghani pic.twitter.com/lPnwViEUi0
— Sanna Ejaz(سیاله) (@sanaejaz2) February 18, 2020
د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور مشران علي وزیر او وړانګې لوڼۍ هم د مبارکۍ پیغامونو په خپرولو هیله څرګنده کړې چې نوی حکومت د افغانانو هیلې پوره کړي.
اولس مشره اشرف غني بابا @ashrafghani ستا بريا د لوى افغانستان بريا ده.د فغانانو نسل کشي ته نور د پاى ټکي کشېږده. موږ نور نه غواړو چي د افغانانو په وسايل دا زورور نور خپل کورونه اباد کړي.د سوکاله افغانستان ارمان مو را پوره کړه بابا.
— Wrranga Lunri (@WrrangaLunri2) February 18, 2020
Hopefully the offical announcement of @ashrafghani as President of #Afganistan for second time will bring peace and prosperity in the region.#StopStateTerrorism
— Ali Wazir (@Aliwazirna50) February 18, 2020
د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې پرون سه شنبه (د سلواغې ۲۹) د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شوې.
په دغو پایلو کې محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنې رایو په ترلاسه کولو ګټونکی اعلان شو.
عبدالله عبدالله بیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون معلوماتو په اساس ۳۹،۵۲ سلنه رایې ګټلي خو د پایلو د اعلان وروسته یې ویلي چې د ده ډله د ټاکنو ګتونکې ده.
د معمول سره سم د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان سره سم بهرني هېوادونه او نړېوال بنسټونه د ټاکل شوي ولسمشر د بریا لپاره د مبارکۍ پیغامونه خپروي خو د افغانستان د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو پایلو د اعلان یو ورځ ورسته هم تر اوسه کوم هېواد یا کوم نړېوال بنسټ د دغه پایلو اعلان په اړه غبرګونه نه دی ښودلی.