د پي ټي ایمیو مشر محسن داوړ په خپل ټوټیر لیکلي چې وروسته له ډیرو موانعو د منظور پشتین، علي داوړ او نورو ملگرو سره قلعه سیف الله رسیدلي دي.
ښاغلي داوړ لیکلي چې دې ځای ته غزیدلې ټولې لارې د پاکستاني قواو له خوا تړل شوي دي او د پي ټي ایم زیات شمیر غړي چې د ابراهیم ارمان په جنازه کې د گډون لپاره راتلل د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
Reached Qila Saifullah along with @manzoorpashteen @Aliwazirna50 @a_baittani and others passing all the blockades of Civil Administration and LEA’s, All routes coming to Janzgah have been blocked by FC, many PTM members coming for funeral have been arrested.#StateKilledArmanLoni
— Mohsin Dawar (@mjdawar) February 3, 2019
د ابراهیم ارمان لوڼي جنازه نن یکشنبې (فبرورۍ ٣) د بلوچستان په قلعه سیف الله کې پخپلې پلرنۍ هدیره کې خاروته سپارل کېږي.
ارمان لوڼی د«پي ټی ایم» او د پښتونخوا ملي عوامي ګونډ فعال غړی و چې پرون شنبه د فبرورۍ پر ۲مه په لورلايي کې د پاکستاني پولیسو لخوا تر وهلو وروسته ټپي شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د پي ټي ایم مشر منظور پشتین په خپل ټویټر له خپلو ټولو ملگرو غوښتي چې د ارمان لوڼي په جنازه کې برخه واخلي.
د شهيد ارمان لوڼی جنازه به د کلا سیف الله په تلري نومي هديره کي تر سره کېږي۔ټول شرکت پکښې وکئوخت_ ماسپیشین 03 بجېورځ_ اتوارتاريخ03/02/2019#StateKilledArmanLoni#ArmanLuni
— Manzoor Pashteen (@manzoorpashteen) February 2, 2019
په لورالایي کې د پاکستاني پولیسو لخوا د «پي ټي ایم» د وژل شوي غړي ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ ویلي چې ارمان د پولیسو په تاوتریخوالي کې وژل شوي، خو زیاته کړې ده چې دا لومړۍ پېښه نه ده چې له ارمان سره تر سره شوه.
د وړانگې لوڼۍ دغه خبرې د محسن داوړ په ټویټر خپرې شوي دي:
Here is a subtitled version of Wrranga Lunri%27s message on the murder of her brother. She urges Pashtuns to remain non-violent and organized in the aftermath of this tragedy. #StateKilledArmanLuni pic.twitter.com/DYqCKMf17W
— Mohsin Dawar (@mjdawar) February 2, 2019
د ابراهیم ارمان لوڼي جسد د کوټې سول روغتون ته د عدلي طب یا پوسټ پارټم لپاره وړل شوی و ، له طبي څېړنو وروسته دوی کلاسیف الله ته روان شو او هلته به خاورو ته وسپارل شي.
د کوټې د سول روغتون مشر ډاکټر سلیم ابرو وویل چې پر طبي راپور کار تر سره شوی او په دوه یا درې ورځو کې به یې پایلې اعلان شي.
د ابراهیم ارمان لوڼي په جنازه کې د ګډون لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم مشران منظور پښتین، محسن داوړ، علي وزیر، ثناءالله اعجاز او ډاکټر سید عالم محسود ژوب ته رسېدلي دي.
بل لوري ته د بلوچستان حکومت د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د منظور پښتین، علي وزیر، او محسن داوړ د ګډون مخه نیولې وه او محسن داوړ پر خپل ټوېټر لیکلي و چې د پاکستان حکومت د ارمان په جنازه کې د دوی د ګډون مخه نیولې ده.