له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته ځمکې ورکول کېږي

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو راستنېدو ته پوره چمتووالی لري.

دغه وزارت پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د روانې مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه د «UNHCR» یا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مرسته له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو داوطلبانه بهیر بېرته پيل شو.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د «کب پر۱۴مه» امریکا غږ ته وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې لس افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر امریکا غږ ته وویل:" له راستېدونکو کډوالو سره په لومړیو کې له وزارت سره په همغږۍ د بېلابېلو موسسیو لخوا هر کډوال ته ۲سوه امریکايي ډالر او یوه اندازه خوراکي او غیر خوراکي مواد ورکول کېږي."

ښاغلی باهر وویل چې په کور دننه د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له اجرائیوي کمېټې سره په ۱۳۹۸ کال د یو میلیون کډوالو راستنېدو ته پوره چمتووالی نیولی دی.

افغان راستنېدونکي کډوال

د بېکارۍ ستونزه چې په افغانستان کې یوه له لویو ستونزو څخه ګڼل کېږي، د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له نړیوال بانک سره پر یوې برنامې کار کوي تر څو راستنېدونکو کډوالو ته د کار زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه نشتوالی هم جدي ستونزه ګڼل کېږي او تر دې مخکې ګڼو راستنو شوو کډوالو شکایت کړی و چې د ځمکو ورکول په برخه کې کړې ژمنې ورسره نه دي عملي‌ شوي.

خو دغه وزارت وايي چې د ولسمشر غني د تېر کال د ۳۳۵ ګڼې د فرمان لهمخې د کمېټو پر رامنځته کولو کار روان دی تر څو ځمکې مشخصي شي او مستحقو کسانو ته یې ورکول پيل شي.

افغان کډوال

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۹۹۰ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت وايي چې په افغانستان کې سولې ته د هیلو په زیاتېدو سره ډېر امکان شتون لري چې د پاکستان ترڅنګ له ترکیې، ایران او نورو اروپايي هېوادونو څخه له ۲میلیونو څخه زیات افغان کډوال په روان کال کې افغانستان ته راستانه شي.