د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د لویدیځ ضد ګډ دریځ غوښتنه وشوه

د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو غونډه د قزاقستان په پایتخت استانه کې وشوه.

د چین او روسیې مشرانو د پنجشنبې په ورځ جولای څلورمه (چنګاښ ۱۴) د منځنۍ اسیا په سیمه ییزه سرمشریزه کې له خپلو متحدینو او شریکانو وغوښتل چې د بهرني نفوذ په وړاندې مقاومت وکړي او د لویدیځ ضد ګډ دریځ ته وده ورکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه چینايي سیال شي جینپینګ د قزاقستان په پایتخت استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په یوه غونډه کې ګډون کړی و. مسکو او بیجینګ دغه سازمان ته په نړۍ کې د امریکا د "حاکمیت" پر وړاندې د مقابلې د وسیلې په سترګه ګوري.

شي په هیوادونو غږ وکړ چې د "بهرنۍ لاسوهنې په وړاندې مقاومت وکړي" او پوتین ادعا وکړه چې د سیاسي او اقتصادي ځواک "نوي مرکزونه" د ودې په حال کې دي.

شي جينپينګ سرمشريزې ته وويل: "موږ بايد د بهرنيو لاسوهنو په وړاندې د مقاومت لپاره لاسونه سره ورکړو، په ټينګه د يو بل ملاتړ وکړو، د يو بل اندېښنو ته پاملرنه وکړو او د خپلو هېوادونو برخليک، سيمه ييزه سوله او پرمختګ په خپل لاس کې ولرو."

د چین ولسمشر زیاته کړه: "دا د نړۍ لپاره حیاتي اهمیت لري چې د شانګهای همکارۍ سازمان د تاریخ په سم لوري او د عدل او انصاف په لوري وي."

په یوه ګډه اعلامیه کې، د کرملین لخوا خپره شوې، دې ډلې "په نړیوال سیاست کې د تخنیکي بدلونونو" یادونه کړې او د سازمان څخه یې غوښتي چې په نړیوال او سیمه ییز امنیت کې ښه رول ولوبوي.

په اعلامیه کې راغلي: "د ځواک کارول مخ په زیاتیدو دي، د نړیوالو قوانینو نورمونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کیږي، جیو پولیټیکي ټکر او شخړې مخ په ډیریدو دي، او د نړۍ او د شانګهای د همکارۍ سازمان سیمې ثبات ته خطرونه څو چنده کیږي."

په اعلامیه کې، په اوکراین باندې د روسیې یرغل او همدارنګه له تایوان سره د چین شخړې ته اشاره نه ده شوې، خو ویل شوي چې دا سازمان "د دولتونو حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته متقابل احترام لري."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د شانګهای سازمان په غونډه کې له پوتین سره کتلي او د اوکراین او روسیې د جګړې په پای ته رسولو کې یې د مرستې وړاندیز کړی دی.

اردوغان وویل چې هغه په دې باور دی، چې د دواړو خواوو لپاره مناسبه سوله ممکنه ده. خو مسکو ویلي چې اردوغان د اوکراین په مسئله کې د منځګړي رول نشي لوبولی.

روسیه او چین دواړه په منظمه توګه د هغه څه په وړاندې مخالفت ښيي چې دوی یې په نړیوالو چارو کې د متحده ایالاتو واکمني بولي او په ځانګړې توګه خپلو پولو ته نږدې سیمو کې هڅه کوي خپل نفوذ او کنټرول زیات کړي.

پوتین په سرمشریزه کې په وینا کې وویل: "څو قطبي نړۍ په واقعیت بدله شوې ده." هغه دغه راز په دې سازمان کې د روسیې د نژدې متحد بیلاروس د غړیتوب ستاینه وکړه، چې ددغه سازمان لسم غړی شو.

پوتین وویل: "د دولتونو حلقه چې د عادلانه نړیوال نظم لپاره ولاړ دي او چمتو دي چې په کلکه د خپلو مشروع حقونو دفاع او د دودیزو ارزښتونو ساتنه وکړي." پوتین زیاته کړه چې "د ځواک او اقتصادي ودې نوي مرکزونه پیاوړي کېږي."

د لوېدیځ له بندیزونو سره مخ ایران تېر کال د شانګهای د همکارۍ سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړ.

سیالي

د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې تاسیس شو، خو په وروستیو کلونو کې یې شهرت موندلی دی چې د چین، روسیې او بیلاروس تر څنګ، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، ازبیکستان، تاجکستان او پاکستان یې غړیتوب لري.

دغه سازمان ته د لویدیځ سره د سیالۍ لپاره د همکاریو پراخولو د یوې وسیلې په سترګه کتل کیږي، په ځانګړې توګه پر امنیت، اقتصاد او منځنۍ آسیا تمرکز کوي، او ادعا کوي چې د نړۍ د ۴۰ سلنې نفوس او شاوخوا ۳۰ سلنې ناخالص کورني تولید استازیتوب کوي.

خو د شانګهای د همکارۍ سازمان د هېوادونو ترمنځ د ځمکو د ملکیت پر سر د شخړو په ګډون ډیری داخلي اختلافات موجود دي.

پر اوکراین د روسیې یرغل په منځنۍ اسیا کې د سترو قدرتونو لېوالتیا نوره هم زیاته کړې، چېرې چې مسکو د خپل دودیز واک د ساتلو په لټه کې دی، خو چین اوس د "یو کمربند او یوې لارې" د زیربناو د جوړولو د خپلې نړیوالې پروژې له لارې ورسره قوي اړیکې لري.

لويديځ هم په ستراتيژيکه توګه په دغه سيمه کې د نفوذ په لټه کې دی چې د تيلو او ګازو پراخې زیرمې لري او د اسيا او اروپا تر منځ د ترانسپورت يوه مهمه لاره بلل کیږي.

د نفوذ لپاره له ناندریو سره سره، د پنجشنبې په سرمشریزه کې، د شانګهای همکارۍ سازمان د لویدیځ ضد ګډه اجنډا څرګنده وه.

په وروستۍ اعلامیه کې، دغه سازمان د ځینو هېوادونو او سیمه ایزو اتحادونو لخوا، چې نومونه یې ندي یاد شوي، د توغندیو دفاعي سیسټمونو "یو اړخیز او غیر محدودې جوړونې" باندې نیوکه وکړه. د مسکو او بیجینګ دا ډول ګډ شکایت معمولا متحده ایالات ښيي.

دوی همدا راز په غزه کې د فلسطین د مسئلې د هر اړخیز او عادلانه حل لپاره د "ژر تر ژره، بشپړ او دوامداره اوربند" غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اکتوبر په میاشت کې به د شانګهای د همکارۍ سازمان د راتلونکې سرمشریزې کوربه وي.

د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ګاونډي سیال هېواد هند صدراعظم نریندرا مودي ته بلنه ورکړل شي، وویل: "د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د حکومتونو د ټولو مشرانو" هرکلی به وشي.

مودي په دې سرمشریزه کې ګډون نه دی کړی، خو تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې مسکو ته ولاړ شي. دا به په اوکراین کې د جګړې د پیل راهیسې روسیې ته د هغه لومړی سفر وي.