اوکراین د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم درېیم) وویل چې د شمالي کوریا یو شمېر سرتېري د کورسک جنګي سیمې ته استول شوي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین روسیې ته د شمالي کوریا د سرتېرو د استولو خبره رد نه کړه.
د اوکراین پوځي استخبارات وايي چې د شمالي کوریا پوځي قطعې د کورسک سرحدي سیمې ته استول شوي، دغه سیمه څه موده مخکې د اوکرایني ځواکونو د بریدونو شاهده وه.
د اوکراین پوځي استخباراتو په یوې اعلامیې کې ویلي: «د شمالي کوریا د خلکو دیموکراتیک لومړۍ قطعه، چې د روسیې په ختيځ کې په روزنیزو سیمو کې روزل شوي، وار دمخه د روسیې او اوکراین د جګړې سیمې ته رسېدلي. په ځانګړي ډول د ۲۰۲۴ د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د کورسک په سیمه کې د هغوی موجودیت ثبت شوی دی.»
دغې ادارې ویلي دي چې د روسیې په پنځو پوځي مرکزونو کې د شمالي کوریا ۱۲۰۰۰ سرتېري روزل شوي، چې ۵۰۰ افسران او درې یې جنرالان دي.
امریکايي مقاماتو تېره ورځ وویل، چې شمالي کوریا روسیې ته ۳۰۰۰ سرتېري استولي چې ممکن د اوکراین په جګړې کې برخه واخلي.
یو خبریال د پنجشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د سټلایت په مرسته د هغو اخیستل شویو تصویرونو په اړه وپوښتل چې د شمالي کوریا د سرتېرو تحرک په کې ښودل کېږي. پوتین وویل چې «تصویرونه جدي شی دی. که تصویرونه وي، د یو څه انعکاس» دی.
پوتین زیاته کړه چې لویدیځ اوکراین ته د ناټو د افسرانو او لارښوونکو په استولو سره جګړه شدیده کړې او «موږ پوهېږو چې هلته څوک دي، د ناټو د کومو اروپايي هېوادونو څخه دي او دا چې هغوی دا کار څنګه مخې ته وړي».
د روسیې ولسمشر په ځانګړي ډول له شمالي کوریا سره د روسیې د همکارۍ د تړن څلورمه ماده یاده کړه چې د دوه اړخیزې دفاع په اړه ده. پوتین وویل: «څلورمه ماده شته. موږ په دې اړه چې د شمالي کوریا مشرتابه به زموږ تړونونه جدي ګڼي، هېڅکله هم شک نه دی کړی. خو د دغې مادې په چوکاټ کې چې کوم کار کوو، هغه زموږ کار دی.»
د روسیې ولسمشر وویل چې ځواکونه یې د جګړې په لومړۍ کرښې کې پرمختګ کړی او د کورسک په سیمه کې یې د اوکراین ډېر عسکر محاصره کړي.
د روسیې د استازو خونې د مشارکت هغه هر اړخیز ستراتيژیک تړون هم تصویب کړ، چې پوتین د جون په میاشت کې په پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره لاسلیک کړی و. ټاکل شوې د روسیې سنا هم دا تړون تصویب کړي.
د دغه تړون په اساس روسیه او شمالي کوریا اړ دي، که په دغو دواړو کې یې په هر یو برید کېږي، له یو بل سره به عاجلې پوځي مرستې کوي.
تېره ورځ د امریکا د دفاع وزیر لوید استن وویل چې د شمالي کوریا او روسیې روابط قوي شوي او پیوینګ یانګ مسکو ته وسلې ورکړي.
استن وویل: «که هغوی په جګړې سره ګډ دي، که د روسیې له طرفه په دغې جګړې کې د ګډون هوډ لري، دا یوه ډېره ډېره جدي موضوع ده، یوازې په اروپا باندې نه، بلکې د هندو-پسیفیک په سیمې باندې به اغیز ولري.»
د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي هم تېره ورځ وویل چې د شمالي کوریا سرتېرو د اکتوبر په پيل او منځ کې د خپل سمندري سرحد وانسن څخه په کښتیو کې د روسیې ولادوفستوک ته تللي او د روسیې ختیځ کې بېلا بېلو روزنیزو مرکزونو ته استول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې «موږ لا نه پوهېږو چې دا سرتېري به د روسیي پوځ سره یوځای جګړې ته ودانګي» خو امکان یې «د ډېرې اندېښنې» وړ دی.
کربي وايي چې د وضعیت د درک په اړه یې د اوکراین حکومت ته معلومات ورکړي او په سیمه کې له نورو ایتلافیانو او ملګرو سره «د دغه ډراماتیک ګروپي اقدام د عواقبو او زموږ د ممکن ځواب ورکولو په اړه» سلا مشوره وکړي.
د ناټو استخباراتو هم په روسیې کې د شمالي کوریا د ځواکونو موجودیت تائید کړی دی.
په دغه راپور کې د فرانس پرس، اسوشیتډپرس او رویټرز خبري اژانسونو د معلوماتو څخه استفاده شوې