پوتین: تمه لرم اوربان د اروپا په استازیتوب د اوکراین په اړه خبرې وکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۵) ددغه هېواد په پایتخت مسکو کې د هنګري له صدراعظم ویکتور اوربان، چې تازه یې د اروپايي اتحادیې نوبتي مشري پیل کړې، سره د لیدنې پر مهال وویل چې تمه لري هغه به د اروپا په استازیتوب د اوکراین په اړه خبرې وکړي.

پوتین په مسکو کې له اروبان سره د خبرو په پیل کې وویل: "زه پوهیږم چې دا ځل تاسو یوازې زموږ د اوږدمهاله ملګري په توګه نه بلکې د اروپایي اتحادیې د مشر په توګه راغلي یاست." پوتین په مسکو کې د دوی د غونډې په پیل کې وویل چې هغه تمه لري چې اوربان به د اوکراین په اړه د خپلو "اروپایي شریکانو دریځ" بیان کړي."

روسیې ته د اوربان د سفر په اړه د اروپايي اتحادیې نورو مشرانو اندېښنه ښودلې چې دا سفر به د اوکراین د جګړې په اړه د اتحادیې دریځ له خطر سره مخامخ کړي.

اوربان په اروپا کې د کرملین تر ټولو نږدې ملګری بلل کیږي. هغه تیره اونۍ د اروپايي اتحادیې د نوبتي مشر په توګه د دندې د پیل کولو سم وروسته کیف ته د سفر په تعقیب لیکلي چې "د سولې ماموریت دوام لري. دویم تمځای: مسکو."

د اروپايي اتحادیې مشرانو انتقاد کړی چې اوربان له داسې مشر سره د لیدنې لپاره تللی چې د جنګي جرمونو له کبله د محکمې له لورې مطلوب دی.

د اروپایي کمیسیون رئیسې اروسولا وان ډیر لاین په ایکس شبکه کې به خپل پیغام کې لیکلي: "پوتین ته خوشحالي کول به د هغه مخه ونه نیسي... یوازې یووالی او هوډ به په اوکراین کې یوې هراړخیزې، عادلانه او تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي."

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل په یو بیان کې وویل چې مسکو ته د اوربان سفر "په ځانګړې توګه د هنګري او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې ترسره کیږي."

بوریل وویل: "صدراعظم اوربان مسکو ته د سفر لپاره د اروپايي اتحادیې څخه هیڅ حکم نه دی ترلاسه کړی."

د اروپايي اتحادیې ۲۷ غړو هېوادونو پر اوکراین باندې د روسیې له یرغل سره کلکه مخالفت څرګند کړی او پر مسکو یې ددغه یرغل په تړاو بې ساري بندیزونه لګولي دي.

بوریل وویل چې مسکو ته د اوربان سفر "د اروپايي اتحادیې او ولسمشر پوتین ترمنځ په رسمي تماسونو کې نه راځي. د هنګري صدراعظم په دې توګه په هیڅ ډول د اروپایي اتحادیې استازیتوب نه کوي."

بوریل زیاته کړه: "د یادولو وړ ده چې ولسمشر پوتین د جرمونو نړیوالې محکمې لخوا تورن شوی او د اوکراین څخه روسیې ته د ماشومانو په جبري شړلو کې د هغه د رول له امله یې د نیولو امر صادر شوی دی."