پوتین: روسیه به په اوکراین بریدونه نور هم ډېروي

پوتین په اوکراین باندې د بریدونو د زیاتولو خبرداری ورکړ

له هغه وروسته چې د روسیې د بلګرود په ښار کې د اوکراین ناڅاپي بریدونو ۲۴ تنه ووژل او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ژوبل کړل، د روسیې ولسمشر په اوکراین باندې د بریدونو د سختولو او زیاتولو خبرداری ورکړ.

په بلګرود باندې د شنبې د ورځې برید د اوکراین په ښارونو باندې د روسیې له پراخو بریدونه وروسته شوی.

پوتین د دوشنبې په ورځ جنوري لومړۍ (مرغومې۱۱) په روسیې کې د یو پوځي مرکز له لیدو وروسته وویل چې د اوکراین په پوځي هدفونو به بریدونه زیاتوي.

پوتین وویل: «موږ به بریدونه سختوو، د ولسي خلکو په ضد هېڅ جرم به بې سزا پاتې نه شي.» هغه وویل چې روسیه به «پوځي تاسیسات» په نښه کوي او «موږ دا کار نن کوو او سبا به یې هم روان ساتو».

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس پوتین د بلګرود برید «ترهګریز برید» یاد کړ او ادعا یې وکړه چې اوکراین د «ښار مرکز په داسې حال کې په نښه کړ چې خلکو د نوي کال په درشل کې تګ راتګ» کاوه.

هغه بیا دا ادعا وکړ چې لویدیځ اوکراین استعمالوي چې له روسیې سره خپل مشکل حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین وايي روسیې د نوي کال په لومړۍ ورځ پرې په بیساري ډول د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي‌ دي.

روسیې په ۲۰۲۲ کال په اوکراین باندې بریدونه پیل کړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس، د جګړې له پیل راهېسې ۳۰.۷ میلیون خلک د اوکراین له سرحدونو څخه د باندې وتلي دي.

د رویټرز د یو راپور په اساس، د متحدو ایالتونو یو محرم راپور چې افشا شوی وايي چې د اوکراین په جګړې کې څه باندې ۳۱۵زره روسي پوځیان وژل شوي، خو روسي مقاماتو دا شمېره له مبالغې ډکه بللې ده.

د کیف انډیپینډینت ورځپاڼه د روسي د وژل شویو پوځیانو شمېر ۳۵۰زره ښيي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ راپور ورکړی چې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ له ۲۴ نېټې څخه د ۲۰۲۳د سپتمبر تر ۲۴ نېټې پورې، ۲۷۴۴۹ ولسي خلک په اوکراین کې وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې راپور کې، چې وايي د بریتانیا د استخباراتي معلوماتو له مخې یې لیکلی، ویل شوي چې د اوکراین په جګړې کې هره ورځ د روسیې ۳۰۰ کسان وژل شوي. بریتانیا وايي که د روسیې د تلفاتو شمېر همداسې روان وي، تر ۲۰۲۵ کال پورې به ۵۰۰زرو ته ورسېږي.

د دغه راپور په لیکلو کې د فرانس پرس، رویټرز، ډیلي میل او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو څخه کار اخیستل شوی.