د لاس رسي وړ اتصالات

کرملین: اوکرایني ځواکونو یوه روسي جنګي بیړۍ ویشتلې


د روسیې نووچرکاسک جنګي بیړۍ د استانبول څخه د تیریدو په حال کې (عکس: ارشیف)
د روسیې نووچرکاسک جنګي بیړۍ د استانبول څخه د تیریدو په حال کې (عکس: ارشیف)

کرملین د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۶ (لیندۍ ۵) تائید کړه چې د اوکراین د هوايي ځواکونو په برید کې د کریمیې بندر کې یوه روسۍ جنګي بیړۍ په نښه شوې ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو "په یو مفصل راپور کې" بیړۍ ته د زیان اوښتو په اړه ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبر ورکړی دی.

د اوکراین پوځ تر دې مخکې ویلي وو چې هوايي ځواکونو یې د توغندي په برید کې د کریمیا په ختیځ کې د روسیې د سمندري ځواکونو یوه بېړۍ ویجاړه کړې ده. د اوکراین د دفاع وزارت په ایکس شبکه کې لیکلي چې "د نووچرکاسک کښتۍ نن شپه په فیودوسیا کې ویجاړه شوه."

وزارت د یوې بیړۍ تصویر خپور کړی چې د اور لمبې او دود ورڅخه پورته کیږي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د اوکراین هوايي ځواک خورا ښه دنده ترسره کړه. کریمیا د اوکراین ده. دلته د اشغالګرو بیړیو لپاره ځای نشته."

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ددې برید له کبله د خپلو هوايي ځواکونو ستاینه کړې ده. هغه په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره کړي یو پوسټ کې لیکلي: "اشغالګر به د اوکراین په یوه برخه کې هم د امن ځای ونه لري."

دا برید وروسته له هغه کېږي چې اوکراین د سپتمبر په میاشت کې په سیواستوپول کې د تورې بحیرې د بیړیو پر مرکزي دفتر برید وکړ او مسکو یې اړ کړ چې خپلې جنګي بېړۍ نورو ختیځو بندرونو ته ولېږدوي.

د برتانیا د دفاع وزیر ګرانټ شاپس په ټویټر کې لیکلي چې "د پوتین د سمندري ځواکونو وروستۍ ویجاړتیا دا په ډاګه کوي چې هغه څوک چې باور لري د اوکراین جګړه په ټپه درېدلې، په غلطه دي... په تور سمندرګي کې د روسیې تسلط اوس له ننګونو سره مخامخ شوی دی."

اوکراین ویلي چې په دغه بیړۍ کې، په ایران کې جوړ شوي "شاهد" بې پیلوټه الوتکې ځای پر ځای شوې وې، چې روسي ځواکونه یې پر اوکراین باندې د بریدونو دپاره کاروي.

اوکراین له دې وړاندې هم په کریمیا کې د روسیې پر ځواکونو بریدونه کړي دي. د ۲۰۲۲ د اپریل په دغه ډول یو برید کې د روسیې یوه جنګي بیړۍ ویجاړه شوې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG