پوتین له اوکراین سره د سولې لپاره خپل شرطونه اعلان کړل

پوتین په مسکو کې روسي دیپلوماتانو ته په یوه ټلویزیوني وینا کې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولي ۲۵) وویل چې مسکو به یوازې هغه وخت اوربند وکړي او د سولې خبرې پیل کړي چې اوکراین خپلې څلور سیمې پریږدي او په ناټو کې د غړیتوب له هڅې لاس واخلي.

د روسیې ولسمشر د سولې لپاره د مسکو شرایط پداسې حال کې اعلان کړل، چې د نړۍ د څه باندې ۹۰ هېوادونو استازي د روسیې د استازي له حضور پرته په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په سویس کې غونډه کوي.

اوکراین ویلي دي چې تر سلو زیاتو هیوادونو په دې غونډه کې د ګډون بلنه منلې ده. په دغه غونډه کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سولې پر پلان خبرې کېږي.

پوتین په مسکو کې روسي دیپلوماتانو ته په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: "اوکرایني ځواکونه باید په بشپړه توګه د دونیتسک د خلکو جمهوریت، د لوهانسک د خلکو جمهوریت، خرسون او زاپوریژیا سیمو څخه ووځي."

روسیه ادعا کوي چې په ۲۰۲۲ کې یې څلور سیمې له خپلې خاورې سره ضمیمه کړې، دا پداسې حال کې دي چې په هیڅ یوه سیمه بشپړ کنټرول نه لري.

پوتین وویل: "هر کله چې کیف وویل چې دې کار ته چمتو دی او واقعیا د سرتیرو ایستل پیل کړي او په رسمي ډول له ناټو سره د یوځای کیدو پلان رد کړي، موږ به سمدستي -- په لفظي توګه په هماغه دقیقه کې -- اوربند وکړو او خبرې به پیل کړو."

د روسیې مشر وویل چې هغه "په دې شرط چې روسیه له کریمیا [ټاپووزمي] سره قوي ځمکنۍ اړیکې ولري" په جنوبي خرسون او زاپوریژیا سیمو باندې "د اوکراین د حاکمیت ساتل نه ردوي".

پوځي شنوونکي له اوږدې مودې راهیسې وايي چې د روسیې ددې برید یو له مهمو اهدافو څخه دادی چې د اوکراین د جنوبي ساحل په اوږدو کې د روسیې او کریمیا ټاپووزمې ترمنځ "ځمکي پل" رامنځته کول تضمین کړي.

خو پوتین او جګپوړو روسي چارواکو په عمومي ډول هڅه کړې چې خپل برید توجیه کړي او وايي چې دوی په کیف کې د "نیو نازي" رژیم څخه د اوکرایین په ختیځ کې د روسانو او روسي ژبو توکمونو ساتنه کوي.

اوکراین او لوېدیځ دا تورونه بې اساسه بللي او د روسیې پوځي اقدامات یې امپریالستي ډوله تېری بللی دی.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپو وزمه په یو اړخیزه توګه له خپلې خاورې سره یوځای کړ، چې نړیواله غوسه یې راوپارړله او د دغه هېواد په ختیځ کې د روسیې له ملاتړه د برخمنو بېلتون غوښتونکو او د کیف د ځواکونو ترمنځ یې وسله واله نښته رامنځ ته کړه.

اوکراین ویلي دي یوازې هغه وخت به سوله وکړي چې روسیه په بشپړه توګه د کریمیا په ګډون له اوکراین د نړیوالې پېژندل شوې خاورې څخه ووځي.