د لاس رسي وړ اتصالات

بایدن: اوکراین ته د جګړې لپاره سرتېري نه استوم


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د امریکا د ویسټ پوینټ پوځي اکاډمۍ کې محصلینو ته د وینا پر مهال
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د امریکا د ویسټ پوینټ پوځي اکاډمۍ کې محصلینو ته د وینا پر مهال

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ می ۲۵ (جورا ۵) ) یو ځل بیا ټینګار وکړ چې نیت نه لري اوکراین ته د جګړې لپاره امریکايي پوځیان ولېږي.

بایډن چې د امریکا د ویسټ پوینټ پوځي اکاډمۍ کې د محصلینو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې وویل: "په اوکرایین کې هیڅ امریکايي عسکر نه جنګیږي. زه هوډ لرم چې دا وضعیت همداسې وساتم، خو موږ په کلکه له اوکراین سره ولاړ یو او د هغوی تر څنګ به ودریږم."

بایډن وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په ختیځې اروپا کې پر خپل ګاونډي باندې له برید وروسته ډاډه و چې "ناټو به ماته شي".

بایډن زیاته کړه چې "د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی دفاعي اتحاد تر بل هر وخت پیاوړی دی."

په تیرو څو میاشتو کې، اوکرایني ځواکونه په پرله پسې توګه د روسیې د ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګرونو کې شاته تمبول کیږي، ځکه چې روسي ځواکونه د اوکرایني ځواکونو د وسلو له کمښت څخه په ګټې اخیستنې خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.

څو اونۍ وړاندې، د متحده ایالاتو کانګرس د ولسمشر جوبایډن له ادارې سره د میاشتو خبرو اترو وروسته، اوکراین ته د ۶۱ میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي مرسته تصویب کړه.

له هغه وخت راهیسې، بایډن اوکراین ته د پوځي مرستو پنځه بستې منظور او استولي او استولي دي، ترڅو اوکرایني ځواکونه د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي.

بایډن په خپلو خبرو کې په منځني ختیځ کې د امریکا د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې واشنګټن د اوربند او له حماس ډلې څخه د یرغمل شویو کسانو د راستنولو لپاره بیړنۍ دپلوماسۍ ترسره کوي.

هغه وویل، "د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو په لطف، موږ هغه څه کوو ... چې د نړۍ یوازینی زبر ځواک یې کولی شي."

د امریکا ولسمشر، چې پخپله د نومبر د میاشتې انتخاباتو ته په ټاکنیزو مبارزو بوخت دی، د پوځي اکاډمۍ له محصلینو څخه وغوښتل چې د "نه یو سیاسي ګوند، نه یو ولسمشر، بلکې د متحده ایالاتو د اساسي قانون له مخې د ټولو کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر ضد" باندې خپل سوګند ته درناوی وکړي. بایدن هغوی د "امریکا د دموکراسۍ ساتونکي" وبلل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG