خلیلزاد په قطر کې له ملا برادر سره کتلي

ټاکل شوې نن د قطر مرکز دوحه کې د افغان سولې په اړه امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ شپږم پړاو مذاکرات پيل شي.

طالبانو نن چهارشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني براردر سره لیدلي دي.

طالبانو ویلي چې دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل په اړه خبرې وکړې.

په دغه بیان کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر له قوله ویل شوي:"دامهمه ده چې لومړی د تیرې ناستې د اجنډا دوه مهم ټکي«له افغانستان څخه د ټولو خارجي ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغانستان د خاورې نه استعمالیدل»نهايي شي."

طالبانو همدارنګه ویلي چې یاد مسائل د نورو اړخونو حل ته لاره پرانیزي؛ "خو له دې نه مخکې نورو خبرو ته نشو داخلیدای."

بیان زیاتوي چې په نننۍ غونډه کې نن چهارشنبه د خبرو د پلیدو پرېکړه وشوه تر څو د ټولو موضوعاتو په اړه بشپړه موافقه وشي.

د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ پنځه ځله مخامخ خبرې شوې چې د دواړو لورو په وینا پرمختګونه په کې شوې خو کوم تړون لا نه دی شوی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د تېرې یکشنبې په ورځ له پاکستان څخه تر لیدنې وروسته پرون سې شنبه له طالبانو سره د مذاکراتو په هدف قطر ته رسېدلی دی.

خلیلزاد قطر او پاکستان ته تر سفر مخکې په کابل کې له افغان چارواکو سره ولیدل.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا په دوحه کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د شپږم پړاو مذاکراتو پیلېدو هرکلی کوي.

د دغې شورا ویاند غفور احمد جاوید امریکا غږ ته وویل:"د سولې د عالي شورا تمه داده، کومې هڅې چې د ښاغلي خلیلزاد او نورو اړخونو ترمنځ روانې دي، وکولای شي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکراتو ته زمینه برابره کړي."

پر همدې مهال د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیري سره لیدنه کې د افغان سولې په اړه خبري کړي دي.

اغلې ریتنو لیستاري پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې هېواد یې چمتو دی د سولې په بهیر او د مېرمنو اړوند مسايلو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

زلمي خلیلزاد هم د افغان سولې په برخه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزیرې له ژمنو څخه مننه کړې ده.

طالبانو هم تېره ورځ په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزیرې ریتنو لیستاري ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.

طالبانو ویلي چې دواړو لورو د افغان سولې د روان بهیر په اړه خبرې کړي دي.

د افغان سولې په اړه د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ شپږم دور مذاکرات پر داسې مهال پیلېږي چې په کابل کې د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه روانه ده.

دغه جرګه چې څه باندې ۳زره تنو پکې ګډون کړی دی، پرون ناوخته د اداري پلاوي تر بشپړېدو وروسته پر اصلي اجنډا کار پيل کړ.

د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې ګډونوال پر دې بحث کوي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

طالبانو وار له مخکې له یادې جرګې سره مخالفت کړی دی.