د قطر صدراعظم په کندهار کې د طالبانو له رئیس الوزرا سره وکتل

د قطر صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د جمعې په ورځ مۍ ۱۲ ( غوايي ۲۲مه) د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته سفر وکړ او هلته يې د طالبانو له رئیس الوزرا محمد حسن اخند سره وکتل.

دا لومړی ځل دی چې د قطر صدراعظم په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته دغه هېواد ته سفر کوي او په کندهار کې یې د دغې ډلې له لوړ پوړو چارواکو سره ګوري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ په یو لړ ټویټونو کې لیکلي دي چې ال ثاني او د قطر د استخباراتو مشر عبدالله الخلفي او ورسره ملګري پلاوي له محمد حسن اخند سره کتلي او له افغانستان سره یې ددغه هېواد د لا زیاتو همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

مجاهد په خپل یوه ټوېټ کې ویلي چې محمد حسن اخند د قطر د مخکنیو همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې له قطر څخه د افغانستان له خلکو سره د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

مجاهد ددغه ناستې په اړه نور جزیات ندی ورکړي. قطر له پخوا څخه طالبانو ته په دوحه کې سیاسي دفتر ورکړی او له دغه ډلې سره نږدې اړیکې پالي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې و بیاواکمنېدو راهیسې د طالبانو حکومت تراوسه هیڅ کوم هېواد په رسمیت ندی پېژندلی. که څه هم د طالبانو حکومت قطر، پاکستان، روسیې، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته خپل دپلوماتان لېږلي او په همدې توګه ځینو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه فعال کړي دي.