د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د قطر د تخنیکي ټېم کار پای ته ورسېد


په افغانستان کې د قطر سفارت وايي، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د دغه هیواد د تخنیکي ټېم کار پای ته رسېدلی دی.

د قطر دغه تخنیکي ټېم د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر رغولو چارې مخته وړلې.

په کابل کې د قطر سفارت د سپټمبر ۲۳مه پدې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد تخینکي ټېم د نړیوالو معیارونو سره سم د کابل نړیوال هوايي ډګر بیا رغولی دی.

قطر زیاته کړې چې دغه بیارغونه به افغانستان د بشري مرستو رسولو او هوايي چلند چارو په عادي کولو کې مرسته وکړي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د قطر له تخینکي ټېم څخه مننه کړې چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په بیا پرانیستلو او فعالولو کې یې مهم رول تر سره کړی دی.

یاد وزارت ویلي چې قطر په سختو شېبو د افغانستان تر څنګ درېدلی دی: "دا چې د کابل په هوايي ډګر کې مېشت د قطر تخینکي ټېم ماموریت په بریالیتوب سره پای ته ورسېد، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ټولو افغانانو په استازیتوب په یو مهم تاریخي پړاو کې د قطر هیواد د دغه بشردوستانه ماموریت نه هیرېدونکی بولي."

د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د قطر تخنیکي ټېم کار پر داسې مهال پای ته رسیږي چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د افغانستان د څلورو هوايي ډګرونو د مدیریت او تنظیم چارو تړون د متحده عربي اماراتو له یو شرکت سره لاسلیک کړ.

طالبانو د متحدو عربي اماراتو د "ګاک" شرکت سره قراراداد لاسلیک کړ چې د افغانستان په څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو او د هغوي د سفر کولو د لوازمو د کنټرول او بررسۍ چارې پر مخ بوځي.

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه د طالبانو حکومت د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت او مدیریت چارې قطر او ترکیې ته سپارولي وای.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو سرتیرو تر وتلو او پر دغه هیواد د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه هیواد له هوايي ډګرونو څخه د پروازونو بهیر ټکنی شوی و چې د نژدې اوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم نه و عادي شوی.

د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه د ترکیې، قطر او طالبانو حکومت ترمنځ لومړی پړاو خبرې د ۲۰۲۱ کال ډسمبر میاشتې پر ۲۴مه پيل شوې او تر دا مهاله په کابل او دوحه کې د درې واړو لورو ترمنځ درې ناستې شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ ۲۷ (سلواغې اوومه) په یوې اعلامیه کې ویلي و چې په دغه درې اخیزه غونډه کې د کابل نړیوال هوایي ډګر د مدیریت او فعالیت په برخه کې پر څو کلیدي موضوعاتو باندې موافقه شوې ده.

XS
SM
MD
LG