د قطر ځانګړي استازي کابل کې له طالب چارواکو سره لیدلي

له ترهګرۍ سره د مبارزې او شخړو هواري د منځګړیتوب په چارو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دوکتور مطلق بن ماجد القحطاني کابل ته د سفر په ترڅ کې له لوړپوړو طالب چارواکو سره لیدلي دي.

د قطر د بهرنیوو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي القحطاني پرون شنبه فبرورۍ پنځمه (سلواغې ۱۶) په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو، کورنیو او پوهنې وزارتونو له سرپرستانو او استخباراتو له عمومي رئیس عبدالحق وثیق سره کتلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي، تحصیلي او پراختیايي وضعیت ترڅنګ په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "له ترهګرۍ سره د مبارزې او شخړو هواري منځګړیتوب چارو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان د ټولو وګړو حقوقو ته د هغوی پر لاس رسي په ځانګړي ډول د زده کړو حق، په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو او ښځو کار حق د ملاتړ او ناروي په اړه د قطر پر دریځ ټینګار وکړ."

په دغه بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګېدو لپاره د قطر د هڅو په دوام هغه هیواد کې د یوې هر اړخیزې سیاسي اجماع جوړېدو په اړه هم خبرې وشوې.

پر همدې مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدنه کې د سیاسي همکاریو، اړیکو پیاوړتیا او بشري مرستو په اړه خبرې کړي دي.

یاد وزارت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت وروسته د څه باندې یو کال راپدېخوا په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د زده کړو او کار په برخو کې یو لړ محدودیتونه وضعه شوي دي.

قطر تر دې مخکې هم په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او ښځو پر کار د طالبانو حکومت د بندیز په اړه ژوره اندېښنه ښودلې وه.

د اسلامي همکاریو سازمان ترڅنګ یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو او نړیوالې ټولنې د طالبانو یاد بندیزونه غندلي او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د ښځو پر کار او نجونو پر زده کړو د بندیز پرېکړه بیرته واخلي.

وروسته تر هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان حاکمیت ټینګ کړ تر دا مهاله د هغوی حکومت د هیڅ یو هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

قطر د ۲۰۱۲ میلادي کال راپدېخوا د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه و او امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د توافقنامه هم د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د دغه هیواد په مرکز دوحه کې لاسلیک شوه.

نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت لخوا د اقلیتونو، ښځو او نجونو حقوقو په ګډون بشري حقوقو ته پر نه احترام او د ټول شموله حکومت پر نه رامنځته کېدو د طالبانو پر چلند انتقاد کړی دی. خو طالبانو تر دې مخکې ویلي چې حکومت یې ټول شموله دی او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقوقو ته ژمن دي.