کابل کې د ایران سفیر: افغانستان د ایران بهرني سیاست کې خاص ځای لري 

حسن کاظمي قمي

په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي وايي چې د افغانستان او ایران روابط ډېر لرغوني دي او په سیاسي حدودو پورې محدود نه دي.

کاظمي‌ قمي، چې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی هم دی، دا څرګندونې په کابل کې د ایران په سفارت کې د «اسلامي انقلاب د ۴۴م بري» په مناسبت جوړې شوې غونډې کې وکړې.

هغه وویل: «افغانستان د یو مسلمان هېواد په توګه د ایران په بهرني سیاست کې خاص ځای لري او له دغه هېواد سره د ایران رابطه له سیاسي سرحدي محدودیتونو وراخوا په ژورو تاریخي، فرهنګي او اسلامي پیوندونو ولاړه ده.»

د ایران د دولتي اژانس ایرنا د راپور په اساس قمي همدغه راز ویلي دي: « د اقتصادي اړیکو د ښه والي، د سوداګرۍ د کچې د لوړوالي، د ثبات او امنیت لپاره د هلو ځلو، د ترهګرۍ سره د مبارزې او بهرنیو اشغالګرو د موجودیت د مخالفت او بهرنۍ لاسوهنې په اړه د دواړو هېوادونو مشترکه اراده هغه څه دي چې متقابله همکاري اسانه کوي.»

د ایران سفیر همدغه راز ویلي دي‌ چې دا مهال ایران د شپږ میلیون افغان مهاجرو کوربه دی چې په خبره یې ۶۰۰زره یې زده کوونکي دي.

په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمن کېدو مخکې هم ایراني چارواکو ویلي وو چې ۳.۵ میلیون افغانان په ایران کې مهاجر او کډوال دي، خو د طالبانو له راتګ وروسته سلګونه زره افغانان ایران ته ولاړل.

په همدې حال کې ایران د هغو افغانانو د ستنولو لړۍ هم چټکه کړې ده چې د مقاماتو په وینا یې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت تېره اوونۍ وویل چې په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۸۲۰۰ افغانان له ایرن څخه یا ستانه شوي او یا په زوره شړل شوي دي.

له ایران څخه تازه یو شمېر ستانه شوي افغانان ادعا کوي چې ایراني‌ امنیتي‌ ځوکونو او مقاماتو ورسره بد چلند کړی دی.

د ایران سفیر ویلي دي چې په تېر یو کال کې،‌ چې طالبان په افغانستان واکمن دي، له ایران سره د دغه هېواد تجارتي راکړه ورکړه ۱.۵ میلیون ډالره وه او هغه هیله وښوده چې اینده کې دا درې میلیون ته ورسېږي.

افغانستان خپل اړتیا وړ اکثریت وسایل او مواد له ایران او پاکستان څخه واردوي. د طالبانو تر راتګ مخکې د ایران او افغانستان اقتصادي راکړه ورکړه ۲.۵ میلیون ډالرو ته رسېده.