د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي راشد خان د ۲۰ اورونو سیالیو او لوبو شمېر ۱۰۰ ته ورسېده.
په دې کې د راشد خان نړیوالې او نورې تجارتي سیالۍ شاملې دي چې د افغانستان د ملي لوبډلې او خپلو نورو ټیمونو لپاره یې کړي دي. راشد خان د افغانستان لپاره تر دې دمه د ۲۰ اورونو ۲۹ نړیوالې لوبې کړي دي.
راشد خان په خپل ټویټر کې لیکلي دي "ډېر خوشحاله یم چې د ۲۰ اورونو په سلمه لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی شوم." راشد خان په افغانستان او نړۍ کې له خپلو ټولو مینوالو مننه کړې چې هغه ستايي او ملا یې تړي.
Really pleased and happy to get MAN OF THE MATCH in my 100. T20s Match .thanks you each and every of my fans for their support and love 💖 🙌🏻🙌🏻👍🏻👍🏻 pic.twitter.com/vkIgEFWeRB
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) May 6, 2018
راشد دا مهال په هند کې د آی پي ال په سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد سره لوبیږي چې د شنبې په ورځ (مۍ۵) د ډیلي ډرډیولز خلاف لوبې کې غوره لوبغاړی شو. هغه په څلورو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او په مهم وخت کې یې دوه کسان وسوځول.
دا درېیم ځل دی چې راشد خان په سږني آی پي ال کې د لوبې غوره لوبغاړی کیږي. راشد د ۲۰ اورونو په ۱۰۰ لوبو کې تر دې دمه (یکشنبه مۍ۶) ۱۴۷ کسان سوځولي دي. یو ورزشي ویبسایټ کرکټرکر د راشد خان د ۱۰۰ لوبو ریکارډ خپور کړی دی.
Here are @rashidkhan_19%27s numbers after he completed 100 T20 games. pic.twitter.com/OHAD7u3sDt
— CricTracker (@Cricketracker) May 6, 2018
راشد خان پر آی پي ال سربېره د بګ بش، بي پي ال او سي پي ال په ۲۰اوریزو تجارتي سیالیو کې هم لوبیږي او په برتانیا کې یې هم له یو کلپ سره تړون لاسلیک کړی دی چې د ۲۰ اورونو سیالیو ته ورشي.
راشد خان د ۲۰ اورنو په نړیوالو لوبو کې د نړۍ اول توپ اچوونکی دی. هغه همدغه راز تر ټولو ځوان توپ اچونکی دی چې په یوې ورځنیو نړیوالو کمو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې اخلي.