راشد اولې لوبې کې یو کس وسوځوه؛ دوه کیچونه یې هم ونیول

راشد خان او محمد نبي په یوې لوبډلې کې دي، خو نبي په اوله لوبه کې نه و

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان په آی پي ال کې په خپلې لومړنۍ لوبې کې دوه کیچونه ونیول او یو کس یې هم وسوځوه.

د راشد خان لوبډلې سنرایزر حیدراباد د راجستان رایلز سره مخامخ وه. لوبه په حیدراباد کې وه. په راشد خان باندې په څلورو اورونو کې ۲۳ منډې وشوې؛ په بله وینا د راشد په هر توپ باندې تقریبآ یوه منډه وشوه.

هغه په خپل وروستي اور کې د انګلینډ لوبغاړي بټلر بولډ اوټ کړ. راشد خان په میدان کې هم ښه وځلېده او دوه ښکلي کیچونه یې هم واخیستل.

سنرایزر حیدر اباد راجستان رایلز ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه. راجستان حیدراباد ته د ۱۲۶ منډو هدف ورکړ، چې هغوی په اسانۍ سره پوره او لوبه یې وګټله.

راشد خان او محمد نبي په یوې لوبډلې کې دي، خو نبي د دوشنبې د ورځې (اپریل۹) په لوبه کې نه و.بل افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ د پنجاب په لوبډلې کې دی چې په اولې لوبې کې یې دوه کسان وسوځول.

څلورم افغان لوبغاړی ظاهر خان چې د راجستان په لوبډلې کې وو، د اوږې د ټپ له کبله د اوس لپاره له آی پي ال څخه ویستل شوی دی.

ډاکټرانو هغه ته د یوې میاشتې دمې سپارښتنه کړې ده، شاید هغه د آی پي ال په دغه سیزن کې ونه لوبیږي.