د غزني د رشیدان سرپرست امنیه قوماندان ماین چاودنه کې ووژل شو

د دغه چاودنې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی

د غزني ولایت د رشیدان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست علي الله عطايي د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن چهارشنبه مې۱۳(غويي۲۴) ویلي چې د نوموړي موټر تېره شپه د یاد تولایت په «قیاق» سیمه کې د سړک غاړې ماین باندې برابر شوی دی.

ښاغلي ارین ویلي چې په دغه چاودنه کې د رشیدان ولسوالۍ درې پولیس هم ټپیان شوي چې دامهال د غزني ولایت په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

دا په تیره یوه میاشت کې د غزني ولایت د رشیدان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ دریم سرپرست قوماندان دی چې وژل کیږي.

تر اوسه د دغه پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

پر همدې مهال د غزني ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي نن د یوې مظاهرې په ترڅ کې د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ مخته راټول شوي او په دغه ولایت کې د امنیت غوښتنه کوي.

مظاهره کوونکو په غزني ښار کې د پرله پسې هدفي وژنو په اړه اندېښنه وښودل او له اړوندو چارواکو څخه یې په دې اړه د پاملرنې غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په غزني ښار کې وسله وال او هدفي بریدونه زیات شوي دی.