د ISI او RAW د پخوانیو مشرانو گډ کتاب او بحثونه

د پاکستان د استخباراتي ادارې 'آی ایس آی' او د هند د استخباراتي ادارې 'را' پخوانیو مشرانو په گډه یو کتاب لیکلی چې نن یانی ( مې ٢٣) به د خرڅ لپاره وړاندی کیږي

د ISI او RAW پخوانیو مشرانو جنرال محمد اسد دراني او جنرال ای ایس دولت په گډه یو کتاب لیکلی چې د "جاسوسۍ خاطرې- ISI ,RAW او د سولې دهوکه" نومیږي.

دغه کتاب په ټولنیزو رسنیو ، په پاکستاني او هندي مطبوعاتو بحثونه پارولي دي. داسې ویل کیږي چې په دغه کتاب کې دواړو پخوانیو مشرانو ځینې پټې کیسې هم شریکې کړېدي.

د مثال په توگه د هند ورځپاڼه نیوز ١٨ لیکلي "د پاکستان د استخباراتي اداری پخواني ریس محمد اسد دراني په دغه کتاب کې لیکلي چې د پاکستان یو پوځي چارواکي امریکا ته د القاعدی د مشر اسامه بن لادن د اوسیدو د ځاې په اړه معلومات ورکړي و."

دغه ډول هغه دا هم لیکلي چې "په کشمیر کې د ازادۍ لپاره جنگیدونکې ډله حریت د پاکستان ټیم دی، هند خپل ټیم لري او تاوان یې د کشمیر ولس گالي."

"چې پوځ یې کوي حب الوطني چې عام ولس یې کوي نو غداري"؟

د کتاب د خپریدو دغه خبر چې د پاکستان او د هند لپاره یوه نوی خبر و، ډیر خلک حیران کړی هم دی. په ټولنیزو رسنیو ځینو کسانو لیکلي دي چې که دغه کار چیرته د پاکستان یو سیاستمدار کړی و نو پوځ به پرې تروسه د غدارۍ تور پورې کړی و.

د پاکستان د لاهور یوه خبریاله نایله عنایت چې د ای پي سره کار کوي، په خپل ټویټر لیکلي دي

"د پاکستان د استخباراتي اداری پخواني ریس درراني د هند د استخباراتي اداری د مشر دولت سره په گډه کتاب لیکلی. دی لیکلو ته ضرورت نشته چې د هغه په حب الوطني به شک نه کیږي"

دغه ډول تبصرې ځینو نورو کسانو هم لیکلي دي. په ټویټر یو لیکوال محمد نصیر لیکلي "د پاکستان پوځي او استخباراتي مشران چې هر ډول سري معلومات غواړي، افشا کولی شي. اصل غداران خو سیاستمداران دي چې د ملک ښه غواړي."

د پاکستان او هند د مدني ټولنې د غړیو یوه ټولنه چې د امن اشا یا د سولې کور نومیږي، د دغه کتاب هرکلی کړیدی او وایي چې دواړو ملکونو ته پکار ده چې خپل اختلافات ختم کړي.