د افغان حکومت او طالبانو اوربند ته نړیوال غبرګونونه

ولسمشر غني په خپل ټویټر کې د طالبانو له دغه اقدام نه هرکلی کړی.

د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اوربند اعلانول په پراخه توګه له بهرنیو هېوادنو او نړیوالو بنسټونو له خوا ستایل شوی دی.

کابل کې د متحده ایالتونو شارژدافیر په خپل اختریز پیغام کې د طالبانو له خوا د اوربند اعلانولو او ورته د حکومت مثبت جواب "افغانانو ته یوه لاسته راوړنه" بللې ده.

هغه ویلي: "راځئ چې دې موقع ته په کتو د سولې راوستلو لپاره ګټه واخلو."

ناټو او افغانستان کې د غوڅ ملاتړ دفترونو هم په ټویټر پاڼو کې د اوربند هر کلی کړی او ویلي یې دي چې باید د رامنځ ته شوي فرصت نه د تل پاتې سولې لپاره ګټه واخیستل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یوې اعلامیې کې د طالبانو او افغان حکومت تر مڼځ د درې ورځیني اوربند هر کلی کړی دی.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د اوربند له اعلانولو هرکلی کړی. هغه ويلي د " زندانیانو د خوشې کولو، د تاوتریخوالي بیا نه پیلېدل او د بین الافغاني خبرو د پېلېدو" په اړه باید اقدامونه تر سره شي.

خلیلزاد دا هم ویلي چې دا موقع باید له لاسه ورنکړل شي.

کابل کې د چین سفیر وانګ یي هم په خپل ټویټر پاڼې کې هیله څرګنده کړې تر څو دغه اوربند دوامداره شي.

برسېره پر دې ګنو عامو افغانانو په خواله رسنیو کې د دواړو خواوو تر منځ د اوربند هرکلی کړی او د تل پاتې سولې ټینګولو لپاره یې د دواړو خواوو نه د مثبتو اقدامونو غوښتنه کړې ده.

وسله والو طالبانو پرون ماښام (شنبه د مې ۲۳/غبرګولي ۳) اعلان وکړ چې د کوچني اختر په درې وځو کې اوبند کوي او له خپلو جنګیالیو غواړي چې دفاعي حالت غوره کړي.

ولسمشر غني هم په خپل ټویټر کې له دغه اقدام نه هرکلی وکړ او نن يکشنبه د اختر لمونځ وروسته یې په خپلې وینا کې د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ کې د چټکتیا ژمنه وکړه.