جرمني پناه غوښتونکو ته جنسي اداب او سلوک ورزده کوي

د زانزو ویب پاڼه په ١٢ ژبو چې فارسي او عربي په کې شاملې دي معلومات وړاندې کوي.

د جرمني فدرال دولت د بلجیم د جنسي چارو د یو روغتیایي مرکز په همکارۍ د ویب پاڼې له لارې نویو مهاجرو ته د جنسي مقاربت اداب او لارې چارې شرحه کوي. دا ویب پاڼه زانزو Zanzu نومیږي او د فارسي او عربي په گډون په ١٢ ژبو معلومات ورکوي.

د زانزو ویب پاڼه د هغو مهاجرینو او پناه غوښتونکو د معلوماتو د کچې د لوړیدو په مقصد جوړه شوې چې غربي آزاد فرهنگ سره نابلد دي او په ځنیو مواردو کې د اروپایي ارزښتونو سره نابلدتیا ددې سبب کیږي چې هغوی جنسي تیروتنې وکړي. دا اقدام اروپا ته د تازه ورغلیو پناه غوښتونکو له لورې د ښځو د جنسي ازار او اذیت د رپوټونو د خپریدو وروسته وشو.

د جنسي زده کړو د ویب پاڼې محتوا چې د جرمني فدرالي دولت هغه برابر کړي د نړیوال روغتیایي سازمان په گډون د کارپوهانو هیت تائید کړې ده.

په دې ویب پاڼه کې اساسي جنسي حقوق او امیندواره کیدل، د آزادۍ حق او شخصي امنیت، د خصوصي حریم حق، د فکر د آزادۍ حق، د اطلاعاتو او زده کړو، د واده کولو او یا نه کولو او د کورنۍ د تشکیلولو او نور فردي او ټولنیز حقونه تشریح شوي دي او هڅه شوې ده چې پناه غوښتونکي په دې وپوهول شي چې په اروپا کې په ژوند کولو سره څنگه د هغه ځای ارزښتونه مراعت کړي.

د مهاجرینو جنسي زور زیاتی

د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې د رپوټ له مخې ځوانان د هغو مهاجرینو زیاته برخه ده چې د افغانستان، سورې، عراق او لیبیا په شان هیوادونو څخه اروپا ته تللي دي.

جرمني رسنیو د روان میلادي کال په پیل کې د مهاجرو له خوا پر ښځو او نجونو باندې د کولن په ښار کې د سلگونو جنسي تیریو خبر ورکړی و. دغه پیښه د میلادي نوي کال په شپه رامنځ ته شوې وه چې بیا یې د جرمنيانو سختې اندیښنې راوپارولې.

په جرمني کې د مهاجرینو د چارو یو فعال احمدالله رحماني وایي " دا ډول ناوړه چلند تر زیاته اندازې د سوري پناه غوښتونکو له لورې کیږي، خو د داسې پیښو شاهد هم وم چې افغان ځوانان او تنکي ځوانان او یا هم د واده خاوندان افغانان د نورو د جنسي آزار او زورولو سبب شوي دي."

د کولن په ښار کې ښځینه فعالانو د پناه غوښتونکو د ناوړه جنسي چلند پر ضد مظاهرې وکړې.

په سویډن کې د مهاجرینو د چارو یوه فعاله سحر صامت وایي چې په دې هیواد کې د مهاجرینو په کمپونو کې حتا د پناه غوښتونکو له خوا د کمپ د ښځینه ساتونکو په وړاندې ناوړه چلند لیدل شوی دی.

آغلې صامت وایي چې یو شمیر غټانو د پناه غوښتنې د منلو په خاطر ځانونه کم سنه معرفي کړي او د ماشومانو په کمپونو کې ساتل کیږي چې هلته ځنې وخت همدغه بالغ پناه غوښتونکي د کم عمره پناه غوښتونکو د جنسي آزار سبب کیږي.

سحر صامت زیاتوي چې د سویډن حکومت هم غواړي په نژدې راتلونکې کې د پناه غوښتونکو او تازه راغلیو مهاجرو د خبرتیا لپاره د جرمني په څیر ورته ویب پاڼه جوړه کړي.

رپوټ: د امریکا غږ خبریال فواد لامع