له شل کاله اعتیاد وروسته بزگرۍ ته مخه کول

Your browser doesn’t support HTML5

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

یو معتاد چې شل کاله یې په پکتیکا کې نشه يي توکي کارولي وو، اوس نشه پریښې او بزگرۍ ته یې مخه کړې ده.

هغه وايي، چې د نشه يي توکو له امله یې ژوند گډوډ او له ټولنې منزويد شوی و او اوس یې تازه له اعتیاد لاس اخیستی او عادي ژوند ته ستون شوی دی.

سلیم نومي معتاد چې له اعتیاد نه یې لاس اخیستی د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه وايي د اعتیاد د پریښولو نه یې څو میاشتې تیرې شوي دي.

سلیم چې معتاد و، په څو ژبو هم پوهیږي.

دی د خپل اعتیاد د پرېښودو تر شاه ټینګ عزم لوی لامل ګڼي.