ریحام خان د خپل ژوند په اړه په کتاب کې لیکي چې عمران خان پرته د نکاح یا واده نه پنځه ماشومان لري.
د عمران خان دوهمې پخواني ښځې او خبریالې ریحام خان نن ( جولایي ١٢) خپل کتاب د خرڅ لپاره بازار ته وړاندی کړ. ریحام شاوخوا یو کال د عمران خان میرمن وه.
د ریحام خان کتاب چې په پاکستان کې پرې د ډیرو ورځو راهیسې بحثونه کیدل، نن چاپ شویدی او د خپریدو سره یې په ټولنیزې رسنیو سخت بحثونه پاورلې دي.
ریحام د کتاب په لمړۍ پاڼه کې لیکلې چې د کتاب هدف یې د چا نه غچ اخیستل او یا د چا نوم بدول ندي خو غواړي چې د خپل ژوند داستان شریک کړي.
ریحام خان دغه کتاب کې د خپل اولنې میړه په اړه تفصیل لیکلې چې څنگه یې د دولس کلونو لپاره وهلې ټکولې وه او بیا هغه دیته مجبوره شوه چې د هغه نه خپله لار بیل کړي. ریحام خان په پاکستان کې د خپلې خبریالۍ په اړه هم لیکلې دي خو دا کتاب د خلکو د توجه مرکز ځکه گرځېدلی چې هغې پکې د عمران خان د معشوقو او اړیکو په اړه په تفصیل لیکلې دي.
ریحام خان په خپل کتاب کې په خان تور لگولی دی چې هغه په نشو اموخته و. هغه دا هم لیکي چې عمران خان د سیتا وایټ د لور ټایرن نه علاوه څلور ماشومان د هغو ښځو سره لري چې هغه ورسره د نکاح پرته اړیکې وی.
د ایکسپرس ټریبیون خبریال عمر قریشي د ریحام د کتاب هغه برخه ټویټ کړېده چې هغې په خان تور لگولی چې پنځه ماشومان لري.
Reham Khan%27s book claims that when she was married to Imran Khan he told her that he had had several children out of wedlock - "There are 5 in total that I know of.... some are Indians", he told her pic.twitter.com/TTO4JEWQCv
— omar r quraishi (@omar_quraishi) July 12, 2018
د ریحام خان کتاب د پاکستان د عمومي انتخاباتو نه دری اونۍ مخکې بازار ته راغلی دی چې د کارپوهانو په وینا هدف یې په انتخاباتو کې عمران خان ته تاوان رسول دي.
د دفاعي چارو کارپوه عایشه صدیقي د ریحام د کتاب په اړه په خپل ټویټر کې لیکلی
for whatever @RehamKhan1 book is worth it rightly describes Imran as a man afraid of losing and so his obsession with becoming prime minister at all costs
— Ayesha Siddiqa (@iamthedrifter) July 12, 2018
"د دیحام خان په کتاب کې د عمران خان د صدراعظم جوړیدو لپاره د لیونتوب په اړه لیکل شویدی چې هغه په هر حال غواړي چې صدراعظم شي."
د ریحام کتاب د دې نه مخکې چې د خرڅ لپاره بازار ته وړاندې شی، خلکو یې په وټس ایپ د پي ډي ایف بڼه د یو یل سره شریکړه کړیده خو ریحام وایي چې دغه بڼه کې یې ځینې بدلونونه راوستل شویدي.
د عمران خان د گوند پلویانو د ریحام تورونه رد کړیدي او وایي چې هغه غواړي د انتخاباتو نه مخکې ورته تاوان ورسوي.
ریحام خان د جیو ټلویژن ته ویلي دي چې هغه د خپلو الزامونو د ثابتولو لپاره محکمې ته وړاندې کیدو ته هم تیاره ده.
عمران خان پخپله تروسه د ریحام خان د کتاب په اړه هیڅ ډول تبصره نده کړی.