د الازهر امام: ټول ادیان معصوم دي، ترهګر پر الهي فرمان برید کوي

دغو دواړو مشرانو په ګډه د یو جومات او یوې کلیسا د جوړېدو تهداب هم کېښوده

د مصر د الازهر د جومات امام شیخ احمد الطیب وایي چې ټول دینونه معصوم او بې ګناه دي او ځینو ډلو دا دینونه بدنامه کړي دی.

شیخ طیب وسله والې ډلې "قاتلان او قصابان" وبلل چې په خبره یې پر الهي پیغام برید کوي. نوموړي د دوشنبې په ورځ (فبرورۍ-۴) متحده عربي اماراتو ته د کاتولیک مسیحیانو د مشر پاپ فرانسیس د سفر پر مهال وویل چې اسلام د سولې او لوړو بشري ارزښتونو دین دی.

هغه وايي چې پر متحدو ایالتونو باندې د سپتمبر له بریدونو وروسته د اسلام نوم بد شوی دی. هغه یو شمېر رسنۍ هم تورنې کړې چې له دغو بریدونو وروسته د اسلام اصلي پیغام یې له پامه وغورځوه او نړۍ ته یې د دغه دین غلط تصویر وړاندې کړ.

پاپ فرانسیس هم په خپلو خبرو کې هغه ترهګریز بریدونه وغندل چې د خدای په نوم کیږي، پاپ دیني عالمان او مشران وهڅول چې دا ډول بریدونه او جنګونه وغندي. دا لومړی ځل دی چې د کاتولیک مسیحیانو لوی مشر عرب جزیرې او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

د رویټرز خبري اژانس وایي چې شیخ طیب او پاپ فرانسیس " د بشري ورولي" په نامه یوه ګډه بیانیه هم لاسلیک کړه او هیله یې وښوده چې په نړۍ کې سوله حاکمه شي.

دواړو مشرانو په ګډه د یو جومات او یوې کلیسا د بنسټ ډبرې هم کېښودې. ټاکل شوې چې دا دواړه عبادتخانې په ابو ظبهي کې څنګ تر څنګ جوړې شي.