امریکا کې د ښوونځیو بیا پرانیستل په یو سیاسي جنجال بدل شوی

په امریکا کې تر دې دمه شاوخوا ۲۰۰زره ماشومان د کرونا په ویروس اخته شوي دي

په داسې حال کې چې د کروناویروس له کبله په امریکا کې تر دې دمه جولاۍ ۱۹ (چنګاښ۲۹) څه باندې ۱۴۰ زره کسان مړه شوي او شاوخوا ۳.۷ میلیون نور پرې اخته دي، په مني کې د ښوونځيو بیا پرانیستل په یوې لویې سیاسي مسئلې بدل شوي‌ دي.

د دغه کار مخالفان ټېنګار کوي چې په اوسنیو شرایطو کې او روغتیايي سپارښتنو ته په کتو ستونزمنه ده چې میلیونونه زده کوونکو ته په ښوونځیو کې درس ورکړل شي.

په امریکا کې د ښوونکو دوو سترو ټولنو او د ماشومانو اکاډمي په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي‌: " موږ پوهېږو چې زده کوونکي په صنف کې دننه ښه درس زده کولی شي. خو باید ښوونځي په داسې یو شکل پرانیستل شي چې له روغتیايي پلوه زده کوونکو، ښوونکو او هم د ادارې کارکوونکو ته خوندي وي."

په دغې اعلامیې کې همدغه راز راغلي‌ دي: " زده کوونکي په ښوونځیو کې ډېر شیان زده کولی شي. زده کوونکي له ټولنیزو او عاطفي مسایلو سره په ښوونځي کې اشنا کیږي. نژدې ۳۰میلیون زده کوونکي‌ داسې دي‌ چې په ښوونځیو کې ورته وړیا او یا ارزانه ډوډۍ ورکول کیږي او په روحي شکل د میلیونونو نورو درملنه کیږي. "

ولسمشر ټرمپ چې د کاروبار او ژوند د بیا پرانیستلو کلک پلوی دی، ګواښ کړی و که په مني کې ښوونځي بیا خلاص نشي، بودیجه به یې بنده کړي.

هغه وايي‌ په جرمني، ډنمارک او نورو هېوادونو کې له کومې ستونزې پرته ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي.

د روغتیا متخصصین وايي د ښوونځیو په بیا پرانیستلو کې بېړه هماغومره خطرناکه ده څومره چې د کاروبارونو او نورو عامه ځایونو په بیا پرانیستلو کې د بېړې له کبله د کروناویروس پېښې نورې هم زیاتې شوي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د روغتیا د برخې متخصصه جینیفر نیوزو وايي: " په هغو ځایونو کې چې د کروناویروس پېښې په کې ورځ تر بلې زیاتېږي، تر څو چې دا پېښې کمې شوې نه وي، د ښوونځیو بیا پرانیستل خوندي نه دي."

په امریکا کې د ښوونځیو بیا پرانیستل د اقتصاد د بیا رغولو لپاره هم مهم بلل کیږي. دا مهال په امریکا کې ډېر پلرونه او مېندې له کور څخه کار کوي او په عین وخت کې د خپلو ماشومانو پام هم ساتي چې دا یو سخت کار دی.

همدغه راز میلیونونه نور پلرونه او میندې بیا داسې دي چې له کور څخه کار نشي کولی.

ځینو مطالعاتو ښودلې ده چې د نورو انسانانو په پرتله ماشومان په کروناویروس کم اخته کیږي. خو ډاکټران وايي چې کم خطر په دې مانا نه ده چې هېڅ خطر نشته.

د جولاۍ تر نهمې نېټې پورې د امریکا په متحدو ایالتونو کې څه باندې ۲۰۰زره ماشومان د کرونا په ویروس اخته شوي چې ۶۳ یې مړه شوي هم دي.

په امریکا کې د ملي تعلیمې ټولنې مشره لیلې اسکیلسن ګارشیا وايي: " که ولسمشر ټرمپ د ښوونځیو په بیا پرانیستلو ټېنګار کوي، زه ترې غواړم چې راشي‌ او زما د۳۹ زده کوونکو په ټولګي کې دې کیني. زه غواړم چې هغه په اونۍ کې پنځه ورځي راشي او اوه ساعته دې په ټولګي کې کیني او د ماشومانو ټوخي او پرنجۍ دې وویني."

د کروناویروس له خپرېدو وروسته امریکا کې ټول ښوونځي‌وتړل شول

له دې هر څه سره سره د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د امریکا حکومت ۵۰ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې له صحي پلوه ښوونځي زده کوونکو ته برابر کړي ‌او بیا یې پرانیزي.

په امریکا کې داسې مهال د ښوونځیو د بیا پرانیستلو مسئله جنجالي شوې ده چې جنوبي کوریا کې ښوونځي پرانیستل شوي او د یو ځانګړي مهالوېش په اساس زده کوونکي ټولګیو ته ځي.

همدغه راز جرمني هم د بالغو زده کوونکو ښوونځي بیا پرانیستي‌ دي او ځینو نورو هېوادونو هم دا اقدام کړی دی.

د کروناویروس یوازې تعلیمي‌ او اقتصادي‌بنسټونه زیانمن نکړل،‌ بلکې لوی ځاني زیانونه یې هم اړولي‌دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال یې په نړۍ کې څه باندې ۶۰۰زره انسانان مړه کړي‌ او شاوخوا ۱۴.۳میلیون نور پرې اخته دي.